راپورونه کورني راپورونه

هلمند کې يوه ښځه د خپل لېور لخوا په ډزو وژل شوی ده

لېور

هلمند ولايت کې يوه لېور خپله کونډه ورېندار ځکه په ډزو ويشتلې او وژلې چې هغې د خپل خاوند د ميراث حق غوښتنه کړې وه.

ځلانيوز ته له هلمند څخه يوې سرچينې وويل چې دا پېښه د دغه ولايت د کجکي ولسوالۍ په خاک جهنم کلي کې شوې ده. دغه کونډه چې رحم بي بي نومېده د خپل لېور نېک محمد لخوا ويشتل شوې ده.

سرچينه وايي چې دغه ښځه يو کال مخکې کونډه شوې وه چې درې اولادونه يې درلوده، او د بې وزلۍ له کبله يې د خپلو لېورونو څخه د خپل خاوند د ميراث حق غوښتنه وکړه خو پر هغوی دا خبره درنه ولګېده او رحم بي بي يې لس ډزې وويشته او ځای په ځای يې ووژله.

په هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولينو پېښه تاييد کړې ده او د مجرمانو د نيولو د لټون خبر يې ورکړی دی.

| فارياب ولايت کې يوه ځوانه ښځه په مرميو وژل شوې