راپورونه کورني راپورونه

فارياب ولايت کې يوه ځوانه ښځه په مرميو وژل شوې

په مرميو وژل شوې

د فارياب ولايت څخه سرچينې د دې ولايت په شرين‌تګاب ولسوالۍ کې په مرميو د يوې ۱۸ کلنې ښځې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچينو نن د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۸مه نېټه رسنیو ته ويلي، چې دغه ځوانه ښځه د دې اوونۍ په دونۍ/دوشنبه د دې ولسوالۍ په (عرب توپخانه) سيمه کې په مرميو وژل شوې ده.

د سرچينو په خبره دغه ښځه نسیمه نومېده چې د طالبانو لخوا هم د دې د وژنې خبر تاييد شوی دی خو د پېښې د څرنګوالي په اړه يې څه نه دي ويلي.

د فارياب امنيه قومندانۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې پېښې په تړاو يې د وژل شوي ښځې مېړه، لېور او د دې ښځې د مېړه د اکا زوی د نسيمې د وژنې په تور نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د مرموزو وژنو د زياتېدو راپورونه خپاره شوي دي، چې اکثره قربانيان يې ښځې دي، ځيني سرچينې په دغو وژنو کې د طالبانو چارواکې دخيل بولي.

تر دې وړاندې د راپورونو پر اساس ويل شوي وو چې طالبانو لخوا يوه ځوانه ښځه بلخ کې په مرميو وژل شوې وه او بيا يې د هغې جسد د سړک پر غاړه غورځولی وو.

تېره اوونۍ هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو لخوا د بې‌حجابۍ په تور د يو شمېر ښځو د نيول کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

او همدارنګه د دې اوونۍ په جريان کې د بلخ څخه د دوو ښځو په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

په افغانستان کې د ښځو تعليم، کار او حقوق، د بيان ازادي او يو شمېر نور هغه موارد دي چې د تېرو دوو کالو راهيسي پر طالبانو د نړيوالو فشارونو سرټکي ګرځېدلي دي.

| بلخ کې ناپېژاندو کسانو دوه ښځې او دوه نارينه وژلي