راپورونه کورني راپورونه

طالبانو غور کې د پخواني حکومت درې غړي چې وروڼه دي، وژلي دي

غور

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالبانو د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د پخواني حکومت غړي درې وروڼه په ډزو وژلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د تېر افغان حکومت د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي وو. طالبانو تایید کړې، چې دغه درې کسان یې غور کې د یوه طالب د وژلو په تور د تېښتې پر مهال وژلي دي.

په همدې حال کې په غور کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د يونۍ/یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان دغه درې کسان فتنه ګر او خوارج وه، چې د طالبانو په وینا څو ورځې وړاندې یې د سیدالله په نوم يو طالب وژلی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د طالب له وژلو وروسته تښتېدلي وو، خو د طالبانو له خوا بيرته نيول شوي وو.

طالبانو ویلي چې شکمنو کسانو په مرغاب ولسوالۍ کې تر نیول کېدو وروسته د تېښتې هڅه کړې وه چې د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

طالبانو همدارنګه ویلي چې دغو کسانو په غور کې د خوارجو »داعشو» تر چتر لاندې فعالیت کاوه.

| غور ولايت کې ناپېژاندو وسله‌والو د طالبانو يو قاضي او د هغه تنکۍ لور وژلې