راپورونه کورني راپورونه

غور ولايت کې ناپېژاندو وسله‌والو د طالبانو يو قاضي او د هغه تنکۍ لور وژلې

قاضي

د غور ولایت څخه سیمه ایزو سرچینو ویلي، نامالومو وسله والو په دغه ولایت کې د طالبانو یو قاضي او د هغه تنکۍ لور وژلې ده.

سرچينو د خالي/شنبې په ورځ د وري/حکل په ۴مه نېټه، رسنیو ته وويل، چې دا پېښه پرون مازديګر شاوخوا پنځه بجې د فيروزکوه ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د طالبانو د دغه قاضي په کور کې شوې ده.

قرباني جمعه اميني نومېده او په غور ولايت کې يې د طالبانو د عامه امنيت د محکمې د مفتي په توګه کار کاوه.

د نوموړي تر څنګ نامالومو وسله والو د هغه لس کلنه لور هم په ډزو وژلې او د هغه زوی یې هم ټپي کړی دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او نه هم د مفتي جمعه پر کور د نامالومو وسله والو د برید او د هغه د وژنې انګېزه څرګنده شوې نه ده.

په غور ولایت کې د طالبانو مسؤلينو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د جنايي پېښو کچه ډېره شوې او تر دې وړاندې په يوه بله وروستۍ پېښه کې د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ د وري/حمل په لومړۍ نېټه د سمنګان په حضرت سلطان ښارګوټي کې د يوې ښځې او د هغې د ماشوم سرونه پرېکړل شوي وو.

| ناپېژاندو وسله والو په لوګر ولايت کې يو طالب قوماندان وژلی