سیاست

محمود خان اڅکزي ته د یو افغان ژورناليست احمد شاه ساحل، سر خلاصی لیک!

احمد شاه ساحل

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته يو افغان ژورناليست احمد شاه ساحل په يوه آزاد ليک ليکلې چې په لاندې توګه يې کټ مټ شريکوو.

د احمد شاه ساحل د ليک پيل: ښاغلیه محمود خانه! نه پوهېږم تاسو ته د پاکستان د ژغورونکي مشرتابه لقب درکړم، که د پښتونخوا د خدمتګار؟ نه پوهېږم تاسو د پاکستان د آیین ساتونکی وبولم، که د پنجاب او سند د سیاسي لوبو یو بل قرباني؟ په هر صورت، سلام مي ومنئ او هیله لرم ښه به یاست!

زه یو افغان یم. هغه څوک چې د پاکستان په وجودي فلسفه او روان وضعیت پوهېږي.
ښاغلیه! ته که زر ځله د پاکستان د ژغورلو او راپورته کولو نارې ووهې، بیا هم دوی ته ستا حیثیت د ”جنګ“ اخبار د نسوار کالم تر کچي لوړ نه دی. ته که دوه ځلي د پنجاب او سند په خدمت کي مړ او ژوندی سې، بیا هم د ”پښتون“ جنرال حمیدګل هومره خدمت نه سې ورته کولی. خو دوی د هغه او کورنۍ سره یې څه وکړه؟ لور یې سر تور سر له هغه کوره په کشولو کشولو ویستل چي د پلار په ژوند یې هغه ته ورکړل سوی و. ایا ته فکر کوې چي ستا د نېکو هڅو احترام به وکړي؟

د پاکستان دوو شهزاده ګانو، بلاول او مریم، پخپل حکومت ضد ایتلاف ور ګډ کړې او ځانونه یې د اقتدار تر ګدۍ، درباندي ورسول. پښتون ته یا تاته یې څه درکړه؟ اوس د هغوی پر ضد د بل ایتلاف برخه یې، ایا تمه لرې چي دا ځل به یو څه لاسته راوړې؟

ښاغلی محمود خانه!

زه پوهېږم، تاسو به په دې ورځو کي ډېر بوخت یاست. لوستلو ته به وخت نه لری. له یوې خوا مو د خپل ګوند چاري دي او له بلي خوا د پاکستان د ایین ساتني مومنټ، چي مشري یې هم تاسو خپله کوی. ان تر دې چي د یو داسي شهید په جنازه کي د ګډون لپاره مو هم وخت پيدا نه کړ، چي په لسګونه هیوادونو کي یې یوازي غیابانه جنازې ترسره سوې او د افغان ملت په معاصر تاریخ کي یې، درد او غم ساری نه درلود. په هر صورت، منم یې چي کافي بوخت یاست، اما بیا هم هیله لرم چي دا لیک به لولی.

صبر!
دلته ستاسي پر شخصیت هیڅ راز اخلاقي برید نه دی سوی. یوازي ستاسو حضور ته د پاکستان اړوند د ځينو داسي نقطو وړاندي کول دي چي یو شمېر لویان یې د سیاسي مصلحت له امله نه وايي او یو شمېر نورو ته بیا د داسي څه ویل، غیر سیاسي توب ښکاري.

د پاکستان د ایین ساتني غورځنګ، ښاغلی مشره!

پاکستان که منې، باید په همدغه بې ثباته او مبهم سیاسي وضعیت یې ومنې. زه نه پوهېږم، څنګه به تاسي ته خپل پيغام، هغسي چي زه یې غواړم، رسوم. خو مطلب دا دی چي د دې هیواد وجودي فلسفه د یو نورمال هیواد په څېر نه ده. حتا دی لا په وجود هم راغلی نه و، چي دا فلسفه او تګلاره یې نورو ورته وټاکل. رشتیا ددې تګلاري په اړه درته وایم: تاسي هلته له واړه عمره بیا تر ځوانۍ او رهبرۍ پوري وخت تېر کړ او لا روان یاست، د ډېرو زیاتو سیاسي بې ثباتیو او ګډوډيو عیني شاهدان پاتي سوي یاست، او عملاً یې هم ګوری. ته پوهيږې؟ دا ګډوډۍ او بې ثباتۍ هیڅکله تصادفي او له کنټروله بهر نه وې/نه دي. بلکي دا هر څه د هغي تګلاري پر اساس کیږي چي ددې هیواد د جوړېدو څخه، یوه ورځ وړاندي موافقه پرې سوې. اصلاً ددې تګلاري څخه په یو نورمال او ازاد هیواد د پاکستان د بدلېدلو د مخنیوي لپاره کار اخیستل کیږي. پاکستان د مکې او مدینې د حفاظت لپاره نه دی جوړ سوی، بلکي د لویو قوتونو د هغه ګټو د ساتني او لاسته راوړني لپاره جوړ سوی چي په مشروع لارو یې ترلاسه کول، شوني نه وي. او کله چي کوم هیواد د دا ډول نامشروع اهدافو لپاره کار کوي، حتمي ده چي لومړی به دی، پخپل ذات کي ناقانونه او نامشروع وي. ځکه دا چاري په یو باثباته، قانوني او واقعي دیموکراتیک حکومتونو/هېوادونو کي څوک نه ترسره کوي. د پاکستان حکومتونه به همېشه د ایډيال او مشروع حالت څخه د راګرځېدو په خاطر، د وینو څښونکو پوځي جنرالانو تر واک لاندي وي، او که کوم یو یې د نافرمانۍ هڅه کوي، د قانوني مودې تر پای ته رسېدو مخکي به په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ګډوډيو سره ختمیږي. شاید ته فکر کوې چي ددې هر څه په ویلو سره، زما اصلي هدف څه دی؟

درته وایم، خو یو څو خبري نوري هم لرم!

هغوی چي له دغه حالته د پاکستان د راپورته کولو، ژغورولو یا په دې هیواد کي د قانون ساتني هڅي کوي، باید وپوهیږي چي دا کار اصلاً امکان نه لري. ځکه دا ددې هیواد د وجودي فلسفې سره په تضاد کي یو عمل دی. دا لکه د اوبو څخه چي د اور د بلولو کار اخلې، یا یو څوک یوازي د وژلو لپاره ټرېن سوی وي، خو ته هڅه کوې چي د ساتونکي استفاده ترې وکړې. ته که د پاکستان دا فلسفه چېنجوې، یا کله د ایین د حفاظت خبره او کله د پارلمان د خودمختارۍ او په سیاست کي د پوځ د نه مداخلې خبره کوې، دا په دې مانا چي پاکستان لمنځه وړې.(هغه څه چي ستاسي موخه نه ښکاري.) حتا، نړۍ او سیمي ته هم داسي یو پاکستان د منلو وړ نه دی. د دې هیواد بده او ښه ورځ دواړې پلان سوي او سیستماتیکي دي. هیڅ یوه یي تصادفي نه راځي. هغه ملکونه چي د ځانګړو موخو لپاره جوړ سوي، هغوی هیڅکله یوازي نه وي. پاکستان که راپورته کیږي هم، نو د لویو قدرتونو زور به ورسره وي او که یې اوسنی حالت دوام پيدا کوي، هم به یې شاته هغوي وي. د پاکستان هیڅ یو وضعیت له کنټروله بهر نه دی. او دا لومړی ځل هم نه دی چي دا هیواد د داسي یو وضعیت سره مخ کیږي، بلکي له جوړېدو بیا تر ننه، څووم ځل دی چي د دغسي یو حالت سره مخ کیږي او بیا بیرته ترې وایستل سي. نړۍ پوهیږي، که په پاکستان کي هر پنځه کاله وروسته دا سیاسي بې ثباتي نه وي، په تدریجي ډول سره ددې هیواد سیاسي واک د هغه چا لاسونو ته لویږي، چي د خپلي بقا پر مشروع لارو چارو باور لري. هغوی بیا نه نیابتي جګړې مخته وړي او نه خپل پوځ په کرایې ورکوي.

ښاغلی محمود خانه!

ځان هسي بې ځایه مه ستړی کوه. عمر دې هم ډېر تېر سوی، غوره ده چي پاته برخه یې د خپلو خلکو خدمت ته وقف کړې. ته پاکستان تر دغه حالت نه سې ښه کولی، او نه هم کولی سې چي ددې هیواد په وجودي فلسفه کي، یعني د څه پر اساس چي دی جوړ سوی، تغیر راوړې. دا ډول ټولي هڅي ناکامي دي. که بیا هم دوام ورکوې، یوازي د خپلو خلکو وخت ضایع کوې او د هغوی د محکومیت او محرومیت موده غځوې. یو وار یې بیا وایم، دا هیواد د کعبې د ساتني لپاره نه دی رامنځته سوی، دا یوازي او یوازي د لویو قوتونو د ”تروریزم محوره“ ګټو د ساتني لپاره جوړ سوی. همدا د ده ماموریت دی چي نړیوال زرګري تروریزم ته وده ورکړي، نیابتي ډلي او جنګیالي ورته پيدا او وروزي. ټولي ملکي او غیر ملکي ادارې یې په مختلیفو طریقو د همدغه ماموریت لپاره ګمارل سوي او همدا یې د بقا راز دی. دا ومنه، چي پاکستان ټول همدغه دی، په همدغه ګډوډ او بې ثباته سیاسي جوړښت او وضعیت یې باید ومنې. هر کله یې ښه ورځي د ځان او بدي ورځي د پټان دي! سند او پنجاب به اباد وي، او لویه پښتونخوا برباد. پښتون که ورته ډاکتر عبدالقدیر خان سي، هم به نظر بند وي او که ورته منظور پښتین سي، هم به په بلاک لیست کي وي. د پاکستان په وجود کي همدا د پښتانه تعریف دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ښاغلی رهبره!

زه نه پوهېږم، چي ته اتل یې؟ مظلوم یې؟ که یو سیاسي قرباني؟ په دې هم نه پوهېږم چي ستا هڅي د پښتنو لپاره دي یا د هغو کسانو لپاره چي تل یې پښتونخوا له پامه غورځولې ده؟ خو په دې ښه پوهېږم چي د پاکستان سیاست نه اوس ستا دی او نه پخوا ستا وو. د دې سیاستونو تر شا ناست دوکتورین در سره صادق نه دي او تا یوازي د لوبي د یوې مهرې په توګه کاروي. سندي او پنجابي مشرانو هیڅکله د پاکستان د ژغورني ناره پورته نه کړه. ځکه هغوی په دغه اصلي کیسه خبر دي او منلې یې ده. هر یو یې یوازي د خپلي صوبې او خلکو غم کوي. خو یو ”پټان“ محمود خان دی، چي پښتونخوا او خپل خلک یې پرېښي او پر ټوله پاکستان یې غیږ را تاو کړې ده. مناسبه به نه وي، چي درته ووایم: خو مشره! ډېر بد ښکارې، واقعاً بد ښکارې. ممکن پنجابي او سندي مشران ستا په نه شتون کي د یو بل سره، ستا پر دغه ناسنجول سوې تګلاره، ښه په کړس کړس خاندي.

ته، ستا ملت او پښتونخوا د یوې پردۍ جګړې قربانیان یاست. سیاست هم پردی دی. اصلاً ته به خبر هم نه سې، چي د روانو سیاستونو د یو بل او ډېر خطرناک مخ سره به مواجې کړل سې. ته چي د چا سره ناست یې، دا او هغوی چي فعلاً ”زرګري“ بریدونه کوي، ټول لګیا دي ستا پر وطن د بربادۍ نوي پلانونه تطبیقوي. ته ډېر خوشباوره یې ښاغلې! که همداسي په دې خوشباورۍ کي پاته سې، هغه ورځ لیري نه ده چي په کويټه کي به دې د ګوند د دفتر دروازه مهر لاک کړي او اعلان به وسي: نور هیچاته د سیاسي فعالیتونو اجازه نسته، پر کورونو کښېنئ او له امن څخه خوند واخلئ.
رشتیا، دردونکې خو به لا دا وي چي سلامت به هم ته یې، او بخښنه به هم تاته کیږي.

ښاغلیه محمود خانه! خبره را لنډوم؛

عمر او علم مي دومره نه دي، چي تاته مشوره درکړم. خو یو متل دی: تجریبه د علم مور ده. زه ځيني خبري له خپلي تجریبې درته وایم. په روانو حساسو شېبو کي دومره بې تفاوتي مه اختیاروه. ته چي فعلاً پکښي بوخت یې، دا یوه بې پایلي او بې ګټي بوختیا ده.
لطفاً په روانو حساسو شېبو کي د پښتون قام د یووالي په خاطر، د داسي کړنو او ویناوو څخه ډډه وکړه چي د خلکو پام د قام له غمیزي اړوي، او پخپل منځ کي یې، سره اخته کوي. لطفاً، د یو ملتپال مشر په توګه د پاکستان پر ځای، په روانو سختو حالاتو کي د خپلو خلکو ترڅنک ودرېږه. ته نه سې کولی چي پر یوه وخت پاکستان او پښتون دواړه وژغورې. یو به انتخابوې. په سیاسي سرابونو مه تېروځه، د هیڅ جګړماري ډلي او حکومتي ادرس پر ژمنو باور مه کوه. د آیین ساتني له سنګر راکښته سه او په دې حساسو حالاتو کي د خپلو پښتنو سره په ټکنده غرمو کي پر سړکونو کښېنه، له هغوی واوره او د هغوی پر لار روان سه. د پښتنو د راتلونکي لويي جرګي/قامي عدالت د لا اغېزمنتیا لپاره کار وکړه. که غواړې چي د یو پښتانه په توګه سیال، مترقي او هوسا ژوند ولرې، د خپل کلي، کور او لویي پښتونخوا غم وکړه. رواني شیبې ټولي بدلون پذیره دي. استفاده ترې وکړه او د خپل قام په ګټه یې وڅرخوه.

رشتیا، دا یو کوچنی کار به لا بل هم وکړې. خپلو ټولو هغو ملتپالو او غیر ملتپالو پښتنو مشرانو ملګرو ته به هم ووايې چي د پاکستان ژغورنه یا یې له خپلي تګلاري او فلسفې راګرځونه، ستاسي د وس کار نه دی. په دې اړه هر ډول هڅي ناکامي دي. که پرې بوخت یاست، همدا شېبه یې پرېږدئ. ددې سره، یو یو سلام هم ورته وایه.

د پښتون قام ښاغلیه مشره!

پوهیږم لیک مي اوږد سو. خدای دي وکړي په لوستلو یې ستړی سوی نه یې. خو دا لیک درسره خوندي کړه، حداقل د تجریبې تر کچې به، په کار درسي. هو، دا لیک په هغه حالت کي یو جدي اخطار هم وګڼه، چي د پاکستان او پښتون ترمنځ، پاکستان انتخاب کړې. هغه وخت به دې قام په هیڅ توګه ونه بخښي.

ښې چاري او ښې بوختياوو!

احمد شاه ساحل

| تحريک انصاف ولسمشرۍ ته محمود خان اڅکزی او پيپل اصف علي زرداري نومولی