بهرني راپورونه

تحريک انصاف ولسمشرۍ ته محمود خان اڅکزی او پيپل اصف علي زرداري نومولی

تحريک انصاف

د پاکستان د ټاکنو درې اونۍ وروسته د ائتلافونو په ترڅ کې مسلم لیګ نواز او پيپل ګوند آصف علي زرداري، سني اتحاد کونسل او تحريک انصاف ګوند محمود خان اڅکزی ولسمشرۍ ته نوماند کړي دي.

د لومړي وزارت څوکۍ ته مسلم لیګ نواز ګوند شهباز شريف او سني اتحاد کونسل ګوند د تحريک انصاف ګوند غړی عمر ايوب نوماندان کړي دي.

د قامي اسامبلۍ رياست د مسلم لیګ نواز ګوند په اکثريت رايو وګاټه او سردار اياز صادق يې رئيس وټاکه په دغو ټاکنو کې د مرستيالۍ څوکۍ د پيپلز ګوند په برخه شوه، او د تحريک انصاف نوماند په ۹۱ رايو ناکام وپېژندل شو.

د پاکستان د فبروري د ۸مې جنجالي ټاکنو وروسته چې د درغليو تورونه پکې لګول شوي و، ائتلافونه په دې هڅه کې دي چې ولسمشرۍ او لمړي وزارت ته خپلې رايې زياتي کړې.

تمه ده چې د يک شنبې په ورځ به د لمړي وزارت لپاره په قامي اسمبلۍ کې ټاکنې ترسره شې او د مارچ پر نهمه به د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شې.

پاکستان کې د تېرې فبرورۍ میاشتې اتمې نیټې له ټاکنو وروسته د تحریک انصاف ګوند او محمود خان اڅکزي تر منځ څو ناستې وشوې خو تر ننه د هغه د کاندیداتورۍ په اړه څه نه و ویل شوي.

محمود خان اڅکزی د قامي اسمبلۍ په تېره غونډه کې چې د رئيس ټاکلو لپاره رابلل شوې وه، پر پوځ او استخباراتي ادارو سختي نیوکې وکړې او زياته کړه چې د سياست او سياسي ګوندونو له مداخلې دې لاس واخلي.

د ولسمشر او لومړي وزارت څوکۍ ته د نوماندانو د کاندیداتورۍ نن اخري ورځ وه. تر اوسه په خپلواکه توګه د يوه نوماند اسناد سترې محکمې ته رسيدلي دي.

پاکستان کې به د اصف زرداري او یا محموخان اڅکزي تر منځ يو د مارچ په نهمه نیټه د پارلمان او څلورو واړو ایالتي اسمبلیو کې د ټاکنو له لارې غوره کېږي.

په پام کې ده چې ټولو اسمبلیو کې په یوه وخت د سهار له لسو د مازدیګر تر څلورو بجو د رایو ورکولو بهیر تر سره شي.

هېره دي نه وي چې د پاکستان د ټاکنيزو درغليو اړوند د پيسو نړيوال صندوق ته هم ليک لېږل شوی او ترې غوښتي يې دې چې ددې ټاکڼو د روڼتيا لپاره ډاډ څرګند کړې.

| د پاکستان تحريک انصاف ګوند د پيسو نړيوال صندوق ته پاکستان ته د نور پور نه ورکولو ليک لېږلی