پښتونخوا سینما او تیاتر

خيبر پښتونخوا کې ناپېژاندو وسله د پښتو فلمونو يوه اداکاره خوشبو وژلې ده

خوشبو

د خيبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د پښتو فلمونو او ډرامو يوه اداکاره نامالومو کسانو په ډزو وژلې ده.

پاکستاني پوليسو ويلي چې د پښتو فلمونو او ډرامو د مشهورې اداکارې «خوشبو» مړى د نوښار د «اکبر پورې» تاڼې په حدودو کې ترلاسه شوی دى چې نوموړې د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوې ده.

د پوليسو د راپور پر بنسټ د نوموړې مړی د طبي څېړنو لپاره د پېښور ډ پبو سيمې يوه روغتون ته وړل شوی دی.

د خوشبو د قتل انګیزه لا مالومه نه ده، د مالومات له مخې خوشبو اصلي د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د سيمې اوسېدونکې وه خو په دې وروستيو کې په پېښور کې اوسېدله.

| په اوسمهاله پښتو سېنما کې څه روان دي؟