سیاست کورني خبرونه

مجاهد: داعش ډله په افغانستان کې د امريکا د شتون پر مهال پيدا او پياوړې شول

امريکا

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې د امريکا په شتون کې رامنځته شوې او پیاوړې شوې ده.

ښاغلي مجاهد نن (خالي/شنبه د غبرګولې ۵ مه) د طالبانو له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې وویل:« داعش د امريکا د حضور پر مهال پيدا شوی او پیاوړی شوی او کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، داعش له زوال سره مخ شو».

د طالبانو ویاند ادعا کوي چې داعش دا مهال په افغانستان کې ګواښ نه دی.

طالبانو ویلي دي چې هیڅ هیواد ته اړتیا نشته چې د افغانستان خاوره په خپل کنټرول واخلي او یا هم د ګواښ احساس وکړي.

د طالبانو دا څرګندونې او ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې داعش څو ورځې وړاندې په بامیانو ولایت کې پر یو شمېر بهرنیو سیلانیانو او افغان ملکي وګړو برید وکړ چې پنځه تنه اسپانیایي سيلانيان پکې ووژل شول.

د امريکا ولسمشر جوبایډن پرون وویل چې د افغانستان له «اشغال» پرته هم په دغه هېواد کې د داعش ډلې د کنټرول لپاره لارې شته.

د امريکا ولسمشر لا هم افغانستان «د امپراتوریو هدیره» بللی او زیاته کړې یې ده: «د دې احتمال ډېر ناشونی دی چې څوک به دا هیواد متحد کړي.»

د جوبايډن دغو خبرو ته د طالبانو يوه مهم غړي انس حقاني په غبرګون کې ويلي چې :« افغانستان رښتيا رښتیا هم د اشغالګرو امپراتوريو هديره ده، خو دا چې افغانان يووالی نلري دا حقيقت نه ده.»

| کوسټا: د طالبانو سره د واشنګټن استخباراتي همکاري د داعش د ماتې لپاره اړینه ده