راپورونه کورني راپورونه

کوسټا: د طالبانو سره د واشنګټن استخباراتي همکاري د داعش د ماتې لپاره اړینه ده

کوسټا

د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني مرستيال کریسټوفر کوسټا ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د ماتولو لپاره له طالبانو سره د واشنګټن استخباراتي همکاري «ناخوښه» خو اړینه بلل کېږي.

کوسټا دا مسله د کولین کلارک سره په یوه ګډه مقاله کې راپورته کړه چې د يونۍ/یکشنبې په ورځ د وري په ۱۲ په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوه.

هغه وویل چې طالبان په افغانستان کې د داعش او نورو “ترهګرو ډلو” د ماتولو لپاره د باور وړ ځواک نه شي ګڼل کېدای.

دغه پخواني امریکايي چارواکي زیاته کړه چې هغه وړاندیز کوي چې واشنګټن او متحدین یې باید د قطر یا سعودي عربستان له لارې طالبانو ته امتیازات ورکړي څو له داعش سره مبارزه وکړي.

کوسټا څرګنده کړه : یوازې طالبان د دې توانايي نلري چې داعش خراسان ډله کنټرول کړي. بلکي د پنجشيريانو په شمول د هغو متحدو جبهو چې د القاعدې او طالبانو مخالفت جګړه کوي، هم بايد د داعش خلاف په مبارزه کې شاملي شي.

د ټرمپ دغه پخواني مرستيال زیاته کړه چې په افغانستان کې د داعش او القاعدې د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د مقاومت له ډلو ملاتړ کې اوس هم ناوخته شوی دی.

| د مقاومت جبهې په مسکو کې د داعش ډلې بريد په کلکو ټکو وغانده

کوسټا ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د داعش او القاعدې فعالیتونه پراخ شوي او واشنګټن په افغانستان کې د دغو ډلو د کنټرول لپاره استخباراتي وړتیا نه‎ لري.

هغه لیکلي: « د دې په پام کې نیولو سره چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه شتون نلري، د تروریزم سره په مبارزه کې زموږ ګټې د هغو مالوماتو په ترلاسه کولو سره ښه ترسره کیدی شي چې طالبانو د داعش په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې راټول کړي دي.”

د روسیې په کراکاس ښار کې د د ټنګټکور پر يو تالار د داعش ډلې له برید وروسته، چې ۱۴۴ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول، د دغې ډلې د ګواښونو په اړه نړیوالې اندېښنې ډېرې شوې دي.

که څه هم نړيوال تور پوري کوي چې د داعش ډلې تر ټولو لوی پټنځايونه په افغانستان کې دي خو طالبانو په دې وروستيو کې ويلي و چې د داعش ډلې‌ غړي‌ په افغانستان کې شتون لري خو اصلي مرکزونه يې په ايران، پاکستان او هندوستان کې دي.

| طالبانو په کندهار کې يو هندی وګړی د داعش ډلې سره د يو ځای کېدو په تور نيولی