سیاست کورني خبرونه

زرغون بهير: طالبانو بدخشان کې له اردو څخه ځايي طالبان ايستلي، د پوليسو له ليکو يې هم وباسي

زرغون بهیر

زرغون بهير: په بدخشان کې بدخشاني طالبان له اردو څخه لرې شول، د پولیسو له لیکو څخه هم د لرې کولو هڅې روانې دي.

د پخواني ولسمشر امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهير په یوه بیان کې لیکلي چې په بدخشان کې د طالبانو د پوځ له لیکو څخه د بدخشان ټول طالبان ایستل شوي او یوازې د دغه ولایت د پولیسو په لیکو کې محلي طالبان شامل دي. ، چې د هغو تصفيه او لرې کول هم پیل شوي دي.

زرغون بهیر د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د غويي په ۱۹مه په ایکس پاڼه په يوه اعلامیه کې لیکلي چې د درایم او ارګو په ولسوالیو کې د خلکو له اعتراضونو مخکې په بدخشان کې د (ثالث عمر) د ۲۱۹ قطعې په چوکاټ کې د غیر محلي طالبانو د ټولو ځواکونو شمېر ۷۲۰۰ تنه رسېده چې زیات يې د کندهار، زابل، ارزګان، کندز، هلمند او نورو جنوبي ولایتونو څخه وو.

دغه بهير وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو د اردو په لیکو کې محلي طالبان واک نه لري او “ټول له دندو ګوښه شويدي” خو د پولیسو په لیکو کې یو شمېر محلي طالبان شتون لري. چې د هغوی د تصفيې او ايستلو لړۍ هم پیل شوې ده.

زرغون بهیر ليکلي: «دوه ورځې وړاندې طالبانو د کوف ولسوالۍ امنیه قومندان چې سیمه ییز طالبان و، له دندې ګوښه کړ. هغه د فيض اباد امر ونه مانه او له خپلو سرتېرو سره په ناخوښه حالت کې خپلې دندي ته دوام ورکوي. دا په دې مانا چې د پوليسو رياست هم بايد د سيمه ييزو او بدخشاني طالبانو له شتون څخه پاک او تصفيه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې زرغون بهیر په منظم ډول د طالبانو په اړه اسناد، شواهد او پټ مالومات خپروي.

| زرغون بهیر: د طالبانو مشر د دفاع وزارت څخه د تعصب ختمولو لپاره کمېټه ټاکلې