راپورونه کورني راپورونه

زرغون بهیر: د طالبانو مشر د دفاع وزارت څخه د تعصب ختمولو لپاره کمېټه ټاکلې

زرغون بهیر

زرغون بهير وايي د طالبانو مشر د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د قومي تعصبونو د ستونزې د حل لپاره کمیټه ټاکلې.

د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر وايي، داسې اسناد او مالومات یې ترلاسه کړي چې ښيي د طالبانو مشر د دې ډلې د قومي تعصب د ستونزې د حل لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده.

زرغون بهیر نن (جمعه د غويي ۱۴مه) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو مشرتابه د کندهاري طالبانو او د طالبانو د لوی درستیز فصیح الدین “فطرت” ترمنځ د اختلافاتو د ریښې موندلو او هواري لپاره کار پیل کړی دی.

زرغون بهیر لیکي چې د شخړو د هواري د بورډ مشر د “محمد هارون نافذ” په نوم یو کس دی چې د طالبانو د استخباراتو په اداره کې دنده لري.

د زرغون بهير د مالوماتو له مخې، د طالبانو د استخباراتو لخوا لیکل شوی راپور په پښتو ژبه لیکل شوی او کمېټه دنده لري چې ژر تر ژره دا موضوع وڅېړي او د طالبانو په دفاع وزارت کې د قومي او ژبنیو تعصباتو د حل وړاندیز وکړي.

| د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په اختریز پيغام کې د نړيوالو غوښتي چې د دوی پر نېک نيت دې شکونه نه کوي