حادثې کورني خبرونه

په غزني ولايت کې يوې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

غزني

د غزني ولایت د طالبانو امنیتي چارواکو وايي، چې په دغه ولایت کې د یوې سرګلولې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت امنیتی چارواکو اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د يوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی.

په غزني کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن دوشنبه د ثور میاشتې په ۱۰ مه نېټه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د «دهان کورک» په کلي کې شوې ده.

د دغه طالب چارواکي په وینا، په دې پېښه کې یو ۱۵ کلن ځوان وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.

سرحدي زياته کړه چې دغه جنګي وسايل له تېرو جګړو څخه پاتې وو او هغه وخت وچاودېد چې دغو ماشومانو ورباندې لوبې کولې.

په غزني کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د وياند په وينا، د دې پېښې ټپيان د قره باغ روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

تر دې وړاندې هم د غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې له جګړې څخه د پاتې شویو مهماتو چاودنې د یو شمېر خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخيستی دی او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

په داسې حال کې چې نږدې يوه مياشت مخکې هم د دغه ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له امله د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي وو.

| د المان په يوه کليسا کې پر ماشومانو د جنسي تېري راز افشا شو