بهرني راپورونه

په سلګونو امریکايي محصلین چې غزه کې د اسرایلو د جګړې پرضد مظاهرې کوي نیول شوي دي

محصلین

په غزه کې د اسراییلو د جګړې پر ضد د امریکا په مختلفو ښارونو کې د محصلینو د مظاهرو په دوام سره د سویلي کلیفورنیا، امرسون او تګزاس په پوهنتونونو کې په سلګونو محصلین نيول شوي دي.

محصلین په غزه کې د «نسل وژنې» پر ضد شعارونه ورکوي او د امريکا لخوا څخه اسرائیلو ته د مالي مرستو د بندیدو غوښتنه یې کوي.

دا نیونې په داسې حال کې کیږي چې تیره اونۍ پولیسو د نیویارک د آیوی لیګ پوهنتون په انګړ کې تر سلو ډیر فلسطیني مظاهره کوونکي محصلین ونیول.

دا کړنې معکوسه پايله ودرلوده او د امریکا په پوهنتونونو کې د نورو محصلینو لپاره د الهام د سرچینې په توګه کار تمامه شوه. په یو شمیر پوهنتونونو کې د محصلینو د اتحادیو له خوا په ورته وخت کې پراخ لاریونونه شوي دي.

په لسګونو محصلینو د کولمبیا په پوهنتون کې هم د احتجاج خیمه درولې ده. د امریکا د استازو د مجلس رييس مایک جانسن د پنځنۍ/ پنجشنبې په ورځ د کولمبیا پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال په پوهنتونونو کې د یهودیت پر ضد کړنو په اړه د خپلو اندیښنو څرګندونه وکړه، کوم چې د محصلینو له مظاهرو سره مخامخ شو.

په ورته وخت حال کې د جنوبي کلیفورنیا پوهنتون د اسرائیلو د جګړې پر ضد د مظاهرو له کبله د خپلو محصلینو د فراغت مراسم لغوه کړي دي. د لاس انجلس پولیسو اعلان کړی چې د څلورنۍ/ چهارشنبې په شپه په دغه پوهنتون کې د مظاهرې پر مهال تر ۹۰ زیات کسان له قانون څخه د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

یوه امریکايي چارواکي د نورو جزیاتو له ورکولو پرته خبریالانو ته وویل چې د مظاهرې پر مهال نښته هم شوې ده. ياد شوي پوهنتون اعلان وکړ چې خپله دروازه يې تړلې ده.

د امریکا د تکزاس پوهنتون هم د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د محصلینو او یو شمېر استادانو په حضور کې د اسرائیلو پر ضد په قهرجنو شعارونو سره شاوخوا دوه ساعته مظاهرې وکړې. د جورج واشنګټن پوهنتون شاوخوا ۵۰ محصلینو هم د احتجاج خیمه درولې وه او د فلسطین بیرغ یې له ځانه سره لېږداوه.

د کالیفورنیا ایالت پولی تخنیک پوهنتون محصلینو هم د پوهنتون دروازه وتړله او شعارونه یې ورکول چې “موږ له تاسو څخه نه وېرېږو”. د دغه پوهنتون مسوولين وايي، چې د روانې اوونۍ تر پايه به يې د پوهنتون دروازه تړلې او له لرې څخه به زده کړې ورکوي. د چارواکو په وینا د دغه پوهنتون درې تنه مظاهره کوونکي محصلین هم نیول شوي دي.

د بوسټن پولیسو د پنځنۍ/ پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په امرسون کالج کې ۱۰۸ زده کونکي نیول شوي او د نیول کیدو پرمهال څلور پولیس افسران لږ ټپیان شوي دي. په همدې ورځ د سویلي کلیفورنیا په پوهنتون کې ۹۳ محصلین او د تګزاس په پوهنتون کې ۳۴ محصلین نيول شوي دي.

پولیسو تر دې وړاندې د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د نیویارک له پوهنتون څخه یې ۱۲۳ مظاهره کوونکي محصلین نیولي دي.

په همدې حال کې پولیسو د جورجیا ایالت د ایموري پوهنتون لږ تر لږه ۱۷ تنه مظاهره کوونکي محصلین نیولي دي. له تیرو مظاهرو څخه په الهام اخیستو، د امریکا په یو شمیر نورو پوهنتونونو کې محصلینو د فلسطین په ملاتړ مظاهرې وکړې او په غزه کې د اسرائیلو د وژونکې جګړې پر ضد یې شعارونه ورکړل.

په يوه ويډيو چې ليدل چې چې امريکايي پوليس مظاهر کوونکي په ډېري بر رحمۍ سره وهي چې د اسلامي هېوادونو زرګونو اوسېدونکو د امريکا دغه کار ته د بشر ضد کار ويلی دی.

| نتنياهو: هيڅ نړيوال فشار به اسراييل په رفح ګڼ ميشتې ښار د عملياتو راونه ګرځوي