بهرني راپورونه

نتنياهو: هيڅ نړيوال فشار به اسراييل په رفح ګڼ ميشتې ښار د عملياتو راونه ګرځوي

اسراييل

 اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې عملیاتو په اړه یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړې او په دې برخه کې یې ټول خبرداري بايزه گڼلې او زياته کړې يې ده چې هيڅ نړيوال فشار به يې د عملياتو خنډ نشې.

رفح د غزې په جنوب کې د مصر سره پر پوله هغه ګڼ ميشتۍ ښار دی، چې غزه کې د اسراييل او فلسطين ترمينځ د جګړې د پيل راهيسي کابو يونيم میليون کډوال ورغلې او هلته ځای پر ځای شوې.

بنيامين نتانياهو دغه خبري اسرايلو ته د جرمني د لومړي وزير د سفر څخه وروسته کړې دي، او زياته کړې يې ده د خپلو جګړیزو موخو تر لاسه کولو په برخه کې به هیڅ نړیوال فشار د اسرائیلو مخه ونیسي.

تر دې وړاندي امريکا، مصر، اروپايي اتحاديي، قطر او ملګرو ملتونو د اسرايیلو څخه غوښتې وه چې په رفح ګڼ ميشتي ښار د بريد څخه ډډه وکړې.

خو د اسرايیلو لومړي وزير بيا دا غوښتنې د تل په څېر بابيزه ګڼلې او ويلې يې دي که موخې ونه څاري ماتي به وخوري.

نوموړي خپلې جګړیزې موخې، د حماس له منځه وړل، د برمته کسانو را خوشي کول او دا چې غزه به هیڅکله بیا د دوی په ضد سر را پورته نه کړي یادې کړې دي.

هغه وایي د دې موخو تر لاسه کولو لپاره به پر رفح ښار عملیات کوي، هغه عملیات چې د نوموړي په ټکو ډېرې اونۍ وخت به واخلي.

ټاکل شوې د جرمني لومړی وزیر اولاف شولز له خپل اسرائیلي سیال سره وګوري او تمه لري چې اسرائیل له دغه عملیاتو را وګرځوي.

نوموړي په اردون کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، په دې عملیات کې د لویې مرګ ژوبلې شونتیا شته او ښایې د سولې هر ډول هیلې له منځه یوسي.

د مصر بهرنیو چارو وزیر بیا پر اسرائیلو غږ وکړ چې د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د ډله ییزې سزا تګلاره، کلابندی، لوږې، د ملکي وګړو بې توپیره په نښه کولو او د بنسټونو په ویجاړولو سره نړیوال قوانین نور تر پښو لاندې نه کړي.

د يادونې وړده چې اسراييل پر رفح ګڼ ميشتي ښار د بريد طرحه تصويب کړې او په لنډو شپو کې به بريد يا کړې.

| اسرايلو د غزې په جنوب کې پر رفح ښار د احتمالي بريد پلان تصویب کړ