سیاست کورني خبرونه

په هيواد کې د سياسي احزابو د فعاليت پاي، ځيني يې ښه او ځيني يې بد تعبيروي

سياسي احزابو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدليې وزير تېره ورځ په یوه بیان کې د سياسي احزابو د فعاليت د بندیدو په تړاو خبري کړې او زياته کړې یې ده چې د حزب نوم اخيستل لا جرم دی.

د عدليې سرپرست وزير عبدالحکیم شرعي د سياسي احزابو په اړه دغه څرګندونې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار د کور تخليې اړوند د وضاحت په غونډه کې وکړې.

تر دې وړاندي د ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتیار په يوه بيان کې ادعا کړې وه چې د طالبانو د عدليې وزارت څخه ورته طالبان استول شوي و او د کور په خالي کولو کې د دوی سپکاوی کړی.

د حکمتيار زوی ليکلې طالبانو زموږ څخه هغه کور واخيست چې د سولي په بدل کې مي پلار ته د جمهوري نظام له لوري په دارلامان کې ورکړل شوی و.

د عدليې سرپرست وزير عبدالحکیم شرعي ويلې چې موږ د حکمتيار هیڅ سپکاوی ندی کړی، او که نوموړی دا دځان سپکاوی ګني ددوی په وينا بې عقلي ده.

په هيواد کې د سياسي احزابو د فعاليت درېدو په برخه کې يو شمېر افغانانو د طالبانو ددې ګام ستاينه او ځينو يې غندنه کړې ده.

د عبدالحليم حليمي په نوم يو ليکوال او شاعر ليکلې. «سياسي احزاب د هيواد په ګټه ندي، موږ ته معلومه شوه چې ټول ګوندونه د پردیو په دانه پايي او تل يې د نورو په خوښيو کې هيواد په اور لولپه کړی دی.»

محمد رضا افغان هم د سياسي ګوندونو د فعاليت په درېدو خوښ دی، او زياتوي. «دلته هيڅ ګوند د هيواد زخمونه پټۍ کړي ندي، حزب اسلامي، خلق، جميعت…. او ټولو تر خپله توانه وطن او دين خرڅ کړي دي.»

د طالبانو د حکومت په واکمنېدو سره د يو شمېر سياسي احزابو مسؤلين او مشران د هيواد څخه وتلې او په بهرنيو ملکونو کې یې پنا اخيستې.

شامحمود قريشي بيا سياسي احزاب د هيواد د خلکو د ويښتيا وسيله ګڼي او وايي چې د نړۍ جابر حکومتونه هميشه د سياسي احزابو د لمنځه وړلو او پيکه کولو لپاره کار کوي تر څو خلګ و يښ نشې.

قريشي ويلې طالبان دې خپلمنځي ډلي او حزبونه هم لمنځه یو سې او د نورو په څير دې ورته د فعاليت اجازه نه ورکوي.

دا په داسي حال کې ده چې په هيواد کې د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو راهيسي د ښځو د زده کړو، د ښځو دکار، ګوند، مدني ټولنې، بشرپالی ټولني او داسي نورو ډلو پر فعاليت بنديزونه لګېدلي دي.

| حبيب الرحمن حکمتيار: طالبانو موږ ته د ښکنځلو لپاره لوچکان موظف کړي