راپورونه کورني راپورونه

حبيب الرحمن حکمتيار: طالبانو موږ ته د ښکنځلو لپاره لوچکان موظف کړي

حبيب الرحمن حکمتيار

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې د دوی کور هيڅ حقوقي دعوه نه لري او حتی د دفاع وزارت لخوا هم کومه قانوني دوسيه نه لري چې ویل کیږي دا ځمکه ده د دفاع وزارت مربوط ده.

د ښاغلي حکمتیار زوی حبيب الرحمن حکمتيار په اکس پاڼه کې زیاته کړې چې د طالبانو کابینې هم د “افغانستان د پخواني حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک” درک کړی دی. خو د طالبانو د “د زاړه فکره او ضدي خلکو ” څو غړو دا غوښتنه وه.

ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د ځای د بدلون خبره کړې وه، په ايکس پاڼه کې يې لیکلي و چې د ښاغلي حکمتیار د اوسېدو ځای تر حقوقي دعوې لاندې دی، نو دوی پرېکړه کړې چې حکمتيار په بل ځای کې ژوند وکړي.

حبيب الرحمن حکمتيار په خپل ايکس پاڼه کې په سختو الفاظو ويلي چې طالبانو سپک او لوچک کسان موظف کړي تر څو خلک ورباندې سپک کړي، هغه ويلي چې د طالبانو اکثريت پوهېږي چې حقيقت څه دی خو واک د يوې تاريک فکره طبقې سره دی چې ټول ورته سر ټيټوي.

ښاغلي حکمتیار د نجونو زده کړو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې د طالبانو اکثريت لوړ پوړي غړي پوهېږي چې نجونو ښوونځي خلاصول حق دی مګر د يوې محدودي طبقې د فکر خلکو په خاطر ټول چوپ دي.

د ښاغلي حبيب الرحمن حکمتيار دغه خبرو پر ټولنيزو رسنيو غبرګونونه راپارولي ، يو شمېر طالب فعالان يې غوسه کړي هم دي، خو يو شمېر طالب فعالانو ورته ليکلي چې دا خبري دې د غوسې په حالت کې کړي دي، بايد چې بيا ورباندې فکر وکړې.

| طالبانو د پوهنې وزير د تعليمي کال د پيل مراسمو کې د نجونو د تعليم اړوند هيڅ ونه ويل