بهرني راپورونه

الجزيره: پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو په پايله کې ۱۸ کسان وژل شوي

ځانمرګو بريدونو

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د مارچ له ۱۶ مې تر ۲۶ پورې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پنځه ځانمرګي بریدونه شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

رسنیو د الجزیرې په حواله نن د خالي/شنبې په ورځ (د وري/حمل پر ۱۱مه) راپور ورکړی چې په دغو ځانمرګو بريدونو کې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ پاکستاني پوځیان، یو ملکي وګړی او پنځه چینايي انجينران شامل دي.

په پاکستان کې درې وروستي بریدونه په دغه هېواد کې د چین پر پروژو تر سره شوي دي. په دې راپور کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ګوادر پر بندر د وسله والو برید ته اشاره شوې چې دغه بندر د چین په مرسته رامنځته شوی.

بلوڅ بېلتونپالو د دې برید مسوولیت منلی و. دې ډلې د وري په ۶مه هم اعلان کړی و چې د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې یې د پاکستان د پوځ پر سمندري هوايي اډې برید کړی دی.

په یوه بله پېښه کې، د وري په ۷مه خیبر پښتونخوا کې یوه ځانمرګي برید پنځه چینايي انجینران او د هغوی پاکستاني موټر چلوونکي ووژل.

د يادونې وړ ده چې الجزيرې شبکې تر ډېره د پاکستان پر اعلان شوي شمېر اکتفا کړې ده، خو د پاکستان مخالفي ډلې تر دې د زياتو پاکستاني پوځيانو د وژلو ادعاوې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو مياشتو کې په پاکستان کې په وسله والو او ځانمرګو بريدونو کې د پام وړ ډېر والی راغلی چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو، تحریک طالبان پاکستان او په ځینو مواردو کې داعش ډلې د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

| منظور پښتين جان اڅکزي ته: پاکستان کې وژنې ستاسو د بادارانو د پاليسيو پايله ده