راپورونه کورني راپورونه

په افغانستان کې د قومي تعصب او جګړې لپاره د داعش ډلې هڅې

د داعش ډلې

د باوري استخباراتي راپورونو له مخې، د کندهار د وروستي برید عامل چې د داعش ډلې هغه د پنجشیري په نوم ياد کړی و، د ازبکستان تبعه دی.

د المرصاد خبري اژانس د راپور له مخې د داعش ډلې غړی “مدیاروف اسدبیک” دوه میاشتې وړاندې د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه د پوځي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته افغانستان ته داخل شوی و.

د مالوماتو له مخې مدیاروف اسدبیک په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې د ازبکستان د خوارزم ښار د ارغنج په کلي کې زېږېدلی او له داعش سره تر یو ځای کېدو مخکې یې د روسیې د پیترزبورګ ښار په پولي تخنیک پوهنتون کې زده کړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د داعش ډلې د اعماق رسنۍ نوموړی د «معاویه پنجشیري» په نوم معرفي کړی و.

دا لومړی ځل نه دی چې داعش ډله د خپلو بریدګرو جعلي هویت په ډاګه کوي، تر دې وړاندې داعش په ۱۴۰۱ لمريز کال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو د برید عامل خیبر کندهاری معرفي کړی و، خو وروسته مالومه شوه چې دا برید کوونکی د تاجکستان تبعه و.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې په يوه اوونۍ کې دوه خونړي بريدونه په کندهار او بيا د روسيې په پلازمېنه مسکو کې وکړه چې د دواړو بريدونو له کبله سلګونه کسان مړه او ټپيان شوه.

داعش ډله چې نن سبا يې د نړيوالو خبرونو سرټکي نيولي، په منځنۍ اسيا کې د پراختيا په حال کې ده چې د نړيوالو امنيتي سازمانونو او هېوادونو اندېښنه يې زياته کړې.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام سره تړلي يو شمېر چارواکې او نړيوال وايي چې داعش ډله دا وخت تر ټولو زياته په افغانستان کې فعاله ده خو د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې د داعش پر وړاندې يې لازمه مبارزه کړې او لا دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد درې مياشتې وړاندې د يوه ټلوېزون سره په مرکه کې ويلي و چې په ټول افغانستان کې د ۷۰ څخه تر ۸۰ تنه د داعش ډلې غړي شتون لري چې د هغو له ډلې څخه يې زيات د دوی په زندانونو کې بنديان دي او د نورو د نيولو او له منځه وړلو هڅې يې هم روانې کړي دي.

ذبيح الله مجاهد وايي هېواد کې د داعش ډلې ۸۰ کسان پاتې دي