بهرني راپورونه

اروپايي ټولنې د روسيې پر لسګونو لوړ پوړو چارواکو بنديزونه لګولي

اروپايي ټولنې

اروپايي ټولنې دغه بنديزونه تازه د روسيې پر هغو چارواکو لګولي چې د پوتين د مخالف الکسي ناوالنۍ په مړينې او زورولو تورن و.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پرون په یوه بیان کې وویل چې د روسیې د رژیم په وسیله د ناوالني وژنه د بشر ژوند ته د دې رژیم پوره بې پروايي ښه يي.
تر دې وړاندي هم اروپايي ټولنې، امريکا او ځينو نورو هيوادونو د الکسي ناوالنۍ د مرګ په تور د روسيې حکومت پر لوړ پوړو چارواکو او پوتين ته پر وفاداره اشخاصو بندیزونه لګولي و.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړيکو مشر بوريل ويلې چې د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه په روسیه کې د بشري حقونو د سرغړونو د پرله پسې مواردو په خاطر د روسیې له سیاسي مشرتابه او چارواکو سره د حساب کتاب ښکارندويي کوي.
د بوریل په وینا په دې ټول پوهېږي چې پوتین روسیه نه دی او روسیه پوتین نه ده، نو ځکه اروپايي ټولنه د روسیې د مدني ټولنو او خپلواکو غږونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
اروپايي ټولنې ندې ويلې چې دا ځل يې بنديزونه د روسيې پر کومو چارواکو لګولې خو تر دې وړاندي يې پوتين ته نږدې د هغه زندان په کسانو لګولي و چې د ناوالنۍ يې د سانټګراډ په کچه منفي ۲۱ درجې هوا کې قدم وهلو ته ايسته.
الکسي ناولنۍ د پوتين سر سخت مخالف او منتقد و او همېشه يې د پوتين د خرابو پرېکړو په وړاندي روسي غبرګونونه راپارول د پوتين مخاليفين يې يو موټی کول.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روسيې د ولسمشر په توګه یو ځل بيا لوړه وکړه او ښايې تر راتلونکو شپږو کالو پوري د روسيې د مشر په توګه پاتي شې.
پوتين خپل ټول مخالفين او منتقيدين يا هم وژلې او يايې زنداني کړي دي، چې له دې کبله په ټاکنو کې د نوموړي هيڅ سخت سيال نه تر سترګو کېدی او ټول سيالان يې خپل ملاتړي ول.
هيره دي نه وي چې الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه په مرموز ډول د روسيې په يوه زندان کې مړ شو چې دې خبرې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د مدافع ډلو پراخ غبرګونونه وپارول.