بهرني راپورونه

اروپايي اتحاديې او امريکا پر روسيې د نويو بنديزونو ټولګه اعلان کړه

پر روسيې

د امريکا د متحده ايالاتونو ولسمشر جو بايډن دروسيی پر څه باندي۵۰۰ دولتي چارواکو بنديزونه ولګول او اروپايي اتحاديي بیا پر ۱۰۸ روسي اشخاصو او اته اتيا بنسټونو ورته بنديزونه اعلان کړل.

د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي اتحاديې له لورې پر روسيې په داسي حال کې بنديزونه ولګول شول چې د نن د فبروري پر ۲۴مه پر اوکراين د روسيې د يرغل دوه کاله پوره شول.

د امريکا ولسمشر جوبايډن تېره ورځ پر روسيې د نويو محدودیتونو لګولو پر وخت په يوه بيان کې زياته کړې چې په روسيه کې به پر هغو اشخاصو محدويتونه ولګول شې چې د پوتين ملاتړ کوي.

ولسمشر بايډن ويلې دغه بنديزونه پر اوکراين د روسيې د يرغل د کليزي او د کريملين دمخالف الکسي ناوالنۍ د وژلو په خاطر پر مسکو لګول کیږي.

بايډن وويل چې دغو بنديزونو کې به هغه اشخاص په نښه کړې چې د ناوالنۍ په بندي کولو کې یې لاس درلود، او ددې تر څنګ د روسیې د مالي، دفاعي صنايعو او تدارکاتي شبکو سکتورونه او همدارنګه په څو وچو کې تر تعقيب لاندي کسان به پکښې و اوسې.

د امريکا ولسمشر په عين حال کې د کانګرس د استازو د جرګې څخه وغوښتل چې د اوکراين سره د ۶۱ ميليارده‌ ډالرو پوځي مرسته تصويب کړي.

اروپايي ټولنې هم پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت د روسیې په وړاندې د بندیزونو درېیمه بسته اعلان کړه.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل، تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د روسیې د پوځي او دفاعي سکټور په وړاندې د مجازاتوونکو اقداماتو د سختولو په حال کې دي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې جنګي ماشین ته د ګوزار ورکولو او له ځانه د اوکراین د مشروع دفاع لپاره په مبارزه کې یوموټي پاتې کېږي.

دغه تازه بندیزونه د روسیې دفاعي صنعت په نښه کوي او د ۱۰۶ کسانو او ۸۸ بنسټونو شتمني کنګل کوي او پر سفرونو یې بندیز لګېږي.

اروپايي ټولنه او امریکا په داسي حال کې پر روسيي د بنديزونو ټولګې اعلانوي چې روسيې په اوکراين کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړی، او په وروستيو کې يې د اوکرايني ځواکونو څخه نوري سيمي هم نیولې دي.

| اروپايي ټولنه غواړي پر روسيې د نوو بنديزونو طرحه جوړه کړي