نړیوال نړیوال سیاست

ټام ويسټ په روانه اوونۍ کې د سيمې يو شمېر هېوادونو ته سفر پيلوي

ټام ويسټ

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ وايې چې په روانه اوونۍ کې د سيمې يو شمېر هيوادونو ته سفر پيلوي.

د روان کال د جنوري مياشتي راهيسي له هغه وخته چې په دوحه کې د افغانستان په باب د نړۍ د يو شمېر هيوادونو ځانګړو استازو غونډه درلوده، دا د ټام ويسټ دوهم ځل دی چې سيمي ته خپل سفر پيلوي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ په ټولنيزو رسنيو کې ليکلې چې دا اونۍ به هند او متحده عربي امارتو ته سفر وکړې او هلته به د شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ او همکاریو په باب خبرې وکړي.

ښاغلي ويسټ سيمي ته خپل سفر د هدف او اجنډا په هکله څه ندي ليکلې خو ښايي دا د بهرنیو چارو وزارت له لورې پر طالبانو د فشار راوړلو يو برخه وي.

د متحده ايالاتو ځانګړی استازي په داسي حال کي سيمې ته خپل سفر پيلوي چې تېره ورځ د پاکستان جيټ الوتکو د افغانستان په دوو ولايتونو پکتيکا او خوست کې بمباري کړې او پکې ۱۲ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړل شوی.

په ځوابي بريد کې افغان ځواکونو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ يوه پوسته په نښه کړه چې پکې شپږو تنو سرتيرو ته مرکژوبله واوښته، خو د پوستې قومندان پکې ووژل شو.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي په داسي حال کې سيمي ته سفر پيلوي چې ګمان کېږي طالبانو د روسيې، چين او ايران څخه د وسلو مهماتو او ډرون الوتکو د پيرلو په برخه کې پرمختګونه کړي.

| ټام ويسټ او رينا اميري د افغانستان په اړه د دوحې ناسته کې ګډون کوي