بهرني راپورونه

ټام ويسټ او رينا اميري د افغانستان په اړه د دوحې ناسته کې ګډون کوي

د دوحې ناسته

د امريکا د بهرنيو چارو‌ وزارت وياند ميټيو ميلر خبر ورکړی چې په دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته کې ټام ويسټ او رينا اميري ګډون کوي.

د افغانستان په اړه د دوحې ناسته دا موضوع د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۴مه نېټه ښاغلي ميلر مطرح کړه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو لپاره يې د دې سازمان د امنيت شورا پرېکړه ليک څخه ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي ميلر زياته کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو لپاره دې ژر تر ژره ګام واخلي.

د هغه په خبره، د ځانګړي استازي دريځ به د افغانستان په اړه د بين الافغاني خبرو اترو او د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره مناسب ځاى وي.

د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتریش په کوربه توب او د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د استازو په ګډون د سلواغې پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټه په دوحه کې غونډه جوړېږي.

دغې غونډې ته د طالبانو استازي هم بلل شوي وو، خو طالبانو ویلي چې د دوحې ناسته کې د دوی ګډون د دغې غونډې په اجنډا او محتوا پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر دوه کلونو زياتې واکمنۍ موده کېږي خو تر اوسه پورې د هيڅ کوم هېواد لخوا د اسلامي امارت حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.

| حقوق‌پوهان: چین د طالبانو حکومت په رسميت وپېژانده