اقتصاد کورني خبرونه

يو ترکی شرکت هيواد کې د سرو زرو، مسو او سرب کانونو په برخه کې پانګونه کوي

سرو زرو

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي په يوه اعلاميه کې وايې چې د ترکي هولدنګ ايلديزلم شرکت استازي علي واحد اتيچي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم د وزير شهاب الدین دلاور سره کتلې.

اعلاميه کاږې چې په دې کتنه کې د ترکي شرکت استازي، په افغانستان کې د سرو زرو، مسو او سرب کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه یې د سراسري امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت خبرپاڼې ددې وزارت د سرپرست له قوله ویلي چې د امنیت په ټینګښت سره، د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شوي او اوسمهال په کندز او فاریاب کې د سرو زرو لويې پروژې د پانګونې لپاره اعلان ته سپارل شوي دي.

دلاور ويلې.«موږ هڅه کوو چې له دغه فرصت څخه ملي او نړیوال پانګه وال ګټه واخلي او همدا راز د بهرنیو پانګه والو د هڅولو او راجلبولو په موخه هر ډول قانوني همکاریو او آسانتیاوو برابرولو ته چمتو یو.»

د يادونې وړده چې په وروستيو کې د کانونو د استخراج په برخه کې د دولت عوايد زيات شوي، او ددې ترڅنګ د نړيوالو شرکتونو پام هم د پانګوونې په برخه کې زيات شوي دی.

| په هېواد کې ۲۰ زره وګړي د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کوي