راپورونه کورني راپورونه

په هېواد کې ۲۰ زره وګړي د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کوي

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبرې آژانس د خبر له مخې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ۲۰ زره په شاوخوا کې هېوادوال د ډبرو سکرو د کان کېدنې په کار بوخت دي.

د دې راپور له مخې چې د طالبانو مسؤلينو لخوا ورکول شوی دی، هره ورځ سلګونه ټنه د ډبرو سکاره له دې کانونو څخه استخراجېږي.

د مالوماتو پر بنسټ د هېواد په شمال او نورو ولايتونو کې زيات شمېره د ډبرو سکرو کانونه شتون لري خو اوسمهال يوازي د ۳۳ کانونو څخه د ډبرو سکرو استخراج شروع دی.

د افغانستان د ډبرو سکاره چې د تودوخې درجه یې د پاکستان تر سکرو لوړه ده په همدې پار پاکستان ته هم صادرېږي او پاکستان کې ور څخه د انرژۍ جوړولو په برخه کې استفاده کوي.