بهرني راپورونه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اټومي وسلو د استعمال ګواښ وکړ

ولاديمير پوتين

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د خپلو اټومي وسلو ستاينه وکړه او ګواښ يې وکړ که يې ملي حاکمیت ته ستونزه پېښه شې، نو اټومي وسلې به استعمال کړي.

له کومه وخته چې روسيې پر اوکراين بريد کړی ولاديمير پوتين په ځلونو امريکا، اروپا او متحدين په اټومي وسلو ګواښلي دي او زياته کړې يې ده که د اوکراين جګړې ته سرتيري وليږي نو تاوان به وکړي، او دوی به د اټوم په استعمالولو کې ځنډ ونه کړې.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين دغه خبري يوازي څو ورځي تر ټاکنو مخکي کوي، او ښايي دا سختدريځه مشر د شپږو کالو لپاره بيا د روسيې ولسمشر وټاکل شې.

پوتین له یوې دولتي رسنۍ سره په مرکه کې وویل.«زموږ اتومي درې اړخیز ځواک تر بل هر درې اړخیزه ځواک پیاوړی دی. یوازې موږ او امریکایان په حقیقت کې دا ډول ځواک لرو او موږ ډیر پرمختګ کړی دی.»

د روسيې ولسمشر په دغه مرکه کې وويل که ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته د زيان رسېدو خبره را برسېره شې نو دوی به هر ډول وسلې وکاروي او ښايي نړۍ به ورسره خاوري شې.

د روسیې ولسمشر د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون هغو څرګندونو ته هم سخت غبرګون وښود چې تیره میاشت یې اوکراین ته د پوځیانو استولو امکان رد نه کړ.

پوتین هغه څه ته په اشارې سره چې کرملین یې اجیر پوځیان بولي، وویل، حقیقت دا دی چې د لویدیځو هېوادونو پوځیان له ډېرې مودې راهیسې په اوکراین کې حضور لري.

د پوتین دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو څپې په دوهمه پرله پسې ورځ ددغه هېواد په سرحدي سیمو کې د تیلو تصفیه خانې په نښه کړې.

پر اوکراين د روسيې د يرغل راهيسي دا لومړۍ ځل دی، چې په روسيه کې دننه د بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات شوي او د تيلو د تصفيې لسګونه ذخيري پکې لمنځه وړل شوي دي.

| اروپايي اتحاديې او امريکا پر روسيې د نويو بنديزونو ټولګه اعلان کړه