حادثې کورني خبرونه

لوګر ولایت کې ناپېژاندو وسله والو يو کس په ډزو وژلی دی

لوګر

د لوګر ولایت څخه سیمه ییزو سرچینو ویلي، د مرموزو او هدفي وژنو په دوام په دغه ولایت کې د سید اغا په نوم یو تن د نامالومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

سرچینو رسنیو ته ویلي، چې نامالومو وسله والو دغه سړی د کب په ۲۲مه نېټه د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې تر غرمې مخکې په ډزو وژلی دی.

په همدې حال کې د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر هم دغه خبر تاييد کړی، خو د وژل شوي کس په اړه يې له نورو جزئياتو ورکولو ډډه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د جنايي جرمونو په ځانګړي ډول مرموزې او هدفي وژنې، وسله والې غلاوې او سړي تښتونې زياتې شوې دي.

د روانې اوونۍ په ترڅ کې په غزني، پکتیا، بلخ او کابل ولایتونو کې څو تنه په مرموز ډول وژل شوي او له دغو پېښو د هیڅ یوې عاملین هم نه دي پیژندل شوي او نه هم مجازات شوي دي.

| ناپېژاندو وسله والو په لوګر ولايت کې يو طالب قوماندان وژلی