راپورونه کورني راپورونه

ناپېژاندو وسله والو په لوګر ولايت کې يو طالب قوماندان وژلی

طالب قوماندان

د لوګر ولایت څخه سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز پل عالم ښار کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

سرچينې د کب په ٧مه، رسنیو ته وويل، چې د دغه طالب قوماندان د وژنې پېښه د تېرې خالي/شنبې په ورځ د لوګر په مرکز پل عالم ښار کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه طالب قوماندان نوم سجاد ګل دى او په لوګر ولايت کې يې د بدري قطعې د قوماندان په توګه دنده تر سره کوله.

په لوګر ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی او نه هم کوم شخص یا ډلې تر اوسه د دغه طالب قومندان د وژلو مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل په هېواد کې د ملي امنیت د ټینګښت ادعا کړې، خو راپورونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنیو او جنايي پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

تر دې وړاندې په يوه بله وروستۍ پېښه کې چې د روانې اوونۍ د خالي/شنبې په شپه ناپېژاندو کسانو په هلمند ولایت کې یو شپیته کلن سړی له خپلې مېرمنې سره یوځای په چاقو وژلی و، چې تر اوسه د هغې پېښې لامل او انګیزه هم نه ده مالومه.

| ناپېژاندو وسله والو په نيمروز کې يو کس په ډزو وژلی