راپورونه کورني راپورونه

خوست کې ډيورنډ کرښه باندې د پاکستاني ځواکونو جوړ شوي تاسيسات د طالبانو لخوا نيول شوي

خوست

د خوست ولايت څخه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په عليشېرو ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښه باندې له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو نښته شوې ده.

سرچينو رسنيو ته ويلي دي، چې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د ببرک تاڼې په سيمه کې د ډيورنډ فرضي کرښي په صفري نقطه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

په ورته وخت کې ځینو خبري سرچینو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې طالبانو لومړی ډزې پیل کړې او پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې کړي دي.

پاکستاني سرچینو زیاته کړې، چې د ډزو په تبادله کې دوه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي او د طالبانو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همدارنګه د طالبانو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو د د ډيورنډ فرضي کرښه باندې د پوځي تاسیساتو جوړولو پلان درلود چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.

د سرچينو د مالوماتو له مخې طالبانو هغه تاسيسات له پاکستاني ځواکونو څخه نيولي دي کوم چې پر نامنل شوي ډيورنډ کرښه باندې پاکستاني ځواکونو جوړ کړي وو.

طالبانو او پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د دې جګړې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.  دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو لخوا د تاسيساتو جوړولو پر سر شخړي رامنځته شوي دي‌.

| پاکستانی پوځ د افغانستان خاورې ته داعش جنګيالي لېږي

د ډيورنډ کرښه هغه نا حل شوې موضوع ده چې هيڅ افغان حکومت په رسميت نه ده پېژندلی او تر اټکه پورې ځمکه د لوی افغانستان خپله خاوره بولي.

| ستانکزی: کله چې ډيورنډ کرښه جوړېده، د نړۍ نقشه کې د پاکستان په نوم هيڅ نه و