راپورونه کورني راپورونه

ستانکزی: کله چې ډيورنډ کرښه جوړېده، د نړۍ نقشه کې د پاکستان په نوم هيڅ نه و

ډيورنډ کرښه

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښي په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په اړه ویلي، دا کرښه له اسلام اباد سره هیڅ تړاو نه لري.

د طلوع نیوز د راپور له مخې چې د شنبې په ورځ د کب/حوت په ۵مه خپور شو، ستانکزي څرګنده کړې: «کله چې ډيورنډ کرښه رامنځته شوه، د نړۍ په نقشه کې د پاکستان په نوم هېڅ هېواد شتون نه درلود.»

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې: «ډیورنډ فرضي کرښه ګڼل کېږي، دا زموږ او پاکستان تر منځ ستونزه نه ده، دا هغه ستونزه ده، چې انګرېزانو هغه مهال دا کرښه د عبدالرحمن خان سره د تفاهم له مخې رامنځته کړې وه، که پاکستاني چارواکي د دې موضوع په اړه هر څه ووايي، د منلو وړ نه دي، ځکه چې دا د دوی سره هیڅ تړاو نلري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال همدارنګ زیاته کړې: «کله چې د ډیورنډ فرضي کرښه رامنځته شوې وه، پاکستان پکې نه وو. پاکستان پنځوس کاله وروسته جوړ شو، پاکستان له ډیورنډ څخه کوچنی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په افغانستان کې هېڅ نظام تر اوسه د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلې. د افغانستان د هر حکومت واکمن ټینګار کوي چې د دې کرښې په اړه پریکړه باید د دواړو خواوو د خلکو له خوا وشي، نه د حکومتونو له خوا.

د دغې کرښې دواړو خواوو ته پښتانه افغانان هم دغه کرښه په رسمي توګه نه مني او وايي چې لر او بر يو افغانان دي، په دې وروستيو کې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رامنځته کېدو وروسته د لر او بر د يووالي داعيه نوره هم ځواکمنه شوې چې زيات د کوزې پښتونخوا پښتانه د افغانستان د حکومتونو څخه د افغاني تابعيت تذکرې د ورکړي غوښتنې کوي.

په همدې حال کې پاکستان دغه کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي پولي په توګه پېژني او په تېرو کلونو کې یې سلګونه کیلومتره اغزن تارونه هم ورباندې تاو کړي دي.

| د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ستانکزي د ډيورنډ په اړه خبرو ته غبرګون وښود