بهرني راپورونه

له افغانستانه د امریکايانو د بحراني وتلو اړوند د دغه هېواد د ولسي جرګه غونډه کوي

غونډه

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل‌مکال تازه خبر ورکړی چې دغه کمېټه به د دغه هیواد د دوو جګپوړو پوځي چارواکو په شتون سره له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د بحراني اخراج په اړه غونډه وکړي.

د مکال له خوا د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ (د کب په ۱۵مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د پوځ پخوانی مشر جنرال مارک میلي او د دغه هېواد د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک مکینزي د هغو کسانو په ډله کې دي چې په غونډه کې به ګډون وکړي.

د دغې بیانیې پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې دغه غونډه د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه د «ستراتیژیکې ناکامۍ: د بایډن د وتلو، د امریکايي جنرالانو او د طالبانو د ډلې واکمني» تر عنوان لاندې جوړه شي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د امريکا د استازو جرګې له خوا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د طالبانو د بيا واکمنۍ په اړه د بایډن د ادارې د تګلارو د څېړلو په موخه غونډه شوې وه.

په هغه کتنه کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام ویسټ، د افغان ښځو او نجونو لپاره د دغه هېواد استازې رینا امیري او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د اسیا د څانګې مرستیال مایکل شیفر هم حضور درلود.

وروسته له دې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبانو بیا د دغه هېواد واک په لاس کې واخیست، که څه هم د بایډن حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې افغانستان ته د بشري مرستو تر نامه لاندې میلیونونه ډالر لېږلي چې لا هم دغه مرستې دوام لري.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د دغو مرستو لېږل د ځینو امریکايي سیاستوالو او استازو له غبرګونونو سره مخامخ شوي او د دغه هېواد ځینو چارواکو او استازو ویلي چې د دغو مرستو ډېره برخه طالبانو ته ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متيو میلر ویلي، چې واشنګټن لا هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان سره ستر تمویل کوونکی هېواد دی او له افغانانو سره د دغه هېواد مرستې به دوام ولري.

| ټرمپ: بايډن يو بې‌عقل دی، ځکه له افغانستانه د امريکا وتل ترویټنام ګران تمام‌ شول