بهرني راپورونه

ټرمپ: بايډن يو بې‌عقل دی، ځکه له افغانستانه د امريکا وتل ترویټنام ګران تمام‌ شول

ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر او د دغه هیواد د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د ویټنام په پرتله ډېر بد تمام شوی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مسله د خالي/شنبې په شپه د حوت په ۱۲ مه نېټه د ویرجینیا په ریچمنډ کې د یوې ټاکنیزې غونډې په ترڅ کې راپورته کړه.

ډونالډ ټرمپ د امريکا اوسنی ولسمشر جو بایډن یو “احمق” بللی او زیاته کړې یې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر به هغه هیوادونو ته امریکایي سرتیري واستوي چې تر اوسه یې نوم نه دی اخیستل شوی.

ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې وه.

تر دې مخکې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو یوې بلې کاندیدې نیکي‌هیلي ویلي وو چې له افغانستانه د خپل هېواد د پوځ وتل د واشنګټن متحدینو او «دښمنانو» ته ناسم پیغام رسوي.

نوموړي د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه، د اسراييلو او حماس ترمنځ جګړه، د شمالي کوريا له خوا د بالستيک توغنديو ازموينو زياتوالي او پر امريکايي بنسټونو د چين د سايبري بريدونو په اړه وويل، چې په افغانستان کې د هغه هېواد “ناکامي” د دې ټولو لامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته چې طالبانو د دغه هېواد واکمني بېرته تر لاسه کړه، د امریکا سیاستوالو په پرله پسې ډول د بایډن پر حکومت د دغه اقدام له امله نیوکې کړې دي.

| امريکا: د دوحې تړون زموږ شريکان کمزوري او طالبان پياوړي کړل