حادثې کورني خبرونه

په بدخشان کې د طالبانو په يوه نظامي مرکز کې چاودنه شوې ده

بدخشان

يوه فرانسوي خبري اژانس د طالبانو د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې په بدخشان کې د طالبانو په یوه پوځي اډه کې چاودنه شوې ده.

د راپور د مالوماتو پر بنسټ: دغه چاودنه نن (درېنۍ/سه شنبه د کب ١٥مه) د بدخشان ولايت له مرکز فيض آباد څخه په دوه کيلومترۍ کې رامنځته شوې.

دغه طالب چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط دغه پېښه تاييد کړې ده. خو هغه نور جزیات نه دي ورکړي.

د راپور پر بنسټ، د فيض اباد عامو اوسېدونکو هم چاودنه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې وسله والو طالبانو سيمه کلابنده کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې نوعیت او مرګ ژوبله په ډاګه شوې نه ده.

او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د جنايي پېښو ترڅنګ د يو شمېر ترهګريزو پېښو خبرونه هم وخت پر وخت خپرېږي.

| مقاومت ډله وايي، بغلان کې يې دوه طالبان وژلي