راپورونه کورني راپورونه

مقاومت ډله وايي، بغلان کې يې دوه طالبان وژلي

مقاومت ډله

 مقاومت ډله تازه خبر ورکوي چې د خپلو بریدو په دوام سره يې تازه په بغلان کې د طالبانو پر يوه موټر حمله کړې ده.

د مقاومت ډله د يوې خبرپانې له مخې چې نن څلورنۍ/چهارشنبه د مرغومې پر ۱۳مه يې خپره کړې وايي، چې د مقاومت ډلې تېره شپه څه کم ۸:۰۰ بجې د بغلان په پلخمري ښار کې د (پي آر ټي) سره نژدې د طالبانو يوه هايکلس موټر ته چاودنه ورکړې ده.

د مقاومت ډلې د دغې خبرپاڼې پر بنسټ ويل شوي، چې د دې بريد په پايله کې دوه طالبان وژل شوي او يو ټپي شوی دی او همدارنګه هايکلس موټر یې په بشپړه ډول تخريب شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستيو کې د مقاومت ډله ، ازادۍ ډله او د اوسني نظام نورو مخالفو ډلو لخوا پر طالبانو د بريدونو د زياتېدو خبرونه خپرېږي.

تر دې وړاندې د مقاومت ډلې په کندوز کې د طالبانو پر يوه موټر د حملې کولو او د يوه طالب سرتېري د وژلو او يوه د ټپي کولو اعلان کړې وو.

د يادولو وړ ده چې طالبانو د مقاومت ډلې د ادعاوو په غبرګون کې ويلي وه، چې د دې ډلې شتون واقعي نه دی صرف فېسبوکي پوسټونو باندې خلک غلطوي، خو مقاومت ډله د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو کسانو د فعاليتونو دعوه کوي.

| د ازادۍ جبهې په مزارشریف کې د يوې چاودنې پړه منلې