راپورونه کورني راپورونه

ملا برادر: نړيواله ټولنه دي د کوکنارو د بديل کښتونو په ترويج کې مرسته وکړي

ملا برادر

د افغانستان د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي په هيواد کې سراسر امن او د نشه يي توکو سره مبارزه پياوړې شوې، نړيوال دې د کوکنارو د بديلو کښتونو د ترويج په برخه کې د افغانانو سره مرستې وکړي.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر داخبري د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو په وړاندي د مبارزې د ادارې د پخواني اجراييه رئيس پينو الارچي سره په کتنه کې کړې دي.

ملا برادر ويلې ددوی د حکومت د پيله تر دا مهاله د نشه یي توکو د کښت او قاچاق په وړاندي جدي مبارزه شوې او دا مهال په هيواد کې د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق نژدې صفر درجې ته کښته شوي دی.

د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال همدا راز ويلې ددوی په حکومت کې د زرګونو په نشه يې توکو روږدو کسانو درملنه شوې او آن د درملنې وروسته ورته د کاري زميني برابرولو په موخه حرفوي زده کړې کورسونه هم دائر شوي دي.

طالبانو په وروستيو کې د نشه يې توکو پر کښت د خپل مشر بنديزونه جدي تعقیب کړي دي او آن په ځينو ولايتونو کي يې زرګونه هکټاره ځمکه چې پرې د چرسو او کوکنارو کښتونه کرل شوي ول اړولي دي.

ملا عبدالغني برادر ويلې په نږدې راتلونکي کي به په کابل کي يو نړيوال کنفرانس جوړ کړي او د کنفرانس له لاري به د نړۍ څخه وغواړي چې د افغان کروندګرو لپاره د کوکنارو د بديلو په ترويج کي مرسته وکړي.

د طالبانو د رئيس الوزرا سياسي مرستيال په داسي حال کې دا څرګندونې کوي چې نړيوالي ټولنې يو ځل بيا په افغانستان کې د نشه يې توکو پر کښت او قاچاق اندېښنه ښودلې، او د طالبانو څخه يې د جدي مبارزې غوښتنه کړې.

| په هلمند او کندهار کې د کوکنارو ماتولو کمپاين شروع شوی