راپورونه کورني راپورونه

په هلمند او کندهار کې د کوکنارو ماتولو کمپاين شروع شوی

کوکنارو ماتولو

د ځلا نيوز سرچينې وايي چې د طالبانو حکومت لخوا په هلمند او کندهار کې د کوکنارو د کښت دله منځه وړلو پراخ کمپاين پيل شوی دی.

د هلمند او کندهار څخه ځلا نيوز ته په رسېدلو ويډيوګانو او انځورونو کې ښکاري چې طالبان په کښتونو او محوطو کې ګرځي، کله چې د کوکنار کښت پيداکړي نو له منځه يې وړي، د کوکنارو ماتولو دغه کمپاين د څو ورځو راهيسي پيل شوی دی.

په روان کمپاين کې د طالبانو لخوا يو شمېر د تارياکو کرکېلې موندل شوي او له منځه وړل شوي دي.

د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ د طالبانو غړي د خلکو کورونو، باغونو او محوطو ته هم د تارياکو د کښت د پلټنې لپاره ورځي، د سرچينې له قوله د کوکنارو ماتولو په دې کمپاين کې د طالبانو د بېلابېلو ادارو چارواکې په ګډه کار کوي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څو مياشتي وروسته د طالبانو رهبر شيخ هبت الله اخند د يوه فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې د کوکنارو او چرسو په ګډون د ټولو نشه یي او مخدره موادو پر کرکیله بنديز ولګاوه، چې د ياد فرمان د صادرېدو وروسته د کوکنارو په بيو کې د پام وړ لوړوالی راغلی چې اوسمهال د يوه کندهاري من تارياکو قيمت چې څلورنيمې کېلو کېږي تر درې لکه افغانيو يا څلور زره امريکايي ډالرو پورې رسېږي.

يوې بلې سرچينې همدارنګه ځلا نيوز ته ويلي چې څه موده وړاندې د هلمند د موسی کلا، زمينداور او نورو سيمو ولسي مشرانو د طالبانو د رهبر شيخ هبت الله اخند سره کتلي وو او ترې غوښتي يې وو چې دوی ته دې د کوکنارو د کرلو اجازه ورکړي، د سرچينې په خبره يادو مشرانو هبت الله اخند ته ويلي وو چې د دوی په سيمو کې وچکالي زياته شوې ده هلته د غنمو او نورو کښتونو حاصلات ګټه نه ورکوي ځکه بايد د کوکنارو د کرلو اجازه ورکول شي، خو د هبت الله اخند لخوا ورته د کوکنارو د کرلو اجازه نه ده ورکول شوې. نور په ويډيو راپور کې وګورئ

| په هلمند کې د طالبانو استخباراتو نوي محدوديتونه رامنځته کړي