بهرني راپورونه

په هند کې اوو کسانو پر یوې هسپانوۍ ښځينه سيلانۍ ډله‌ییز جنسي تېری کړی دی

جنسي تېری

هندي چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد پولیسو درې تنه پر یوې سیاحتي جوړې د برید او پر یوې ښځینه سیلانۍ د ډله ییز جنسي تېري په تور نیولي دي.

د هند پولیسو د يونۍ/ یکشنبې په ورځ د کب پر ۱۳مه نېټه رسنیو ته وویل چې دغه سیاحتي جوړه مېرمن او خاوند د هسپانيا هېواد اوسېدونکي دي، چې پر دوی د بريد او جنسي تېری کولو څلور نور عاملين په تېښته بریالي شوی دي.

د هند په ختیځ ډمکا ښار کې د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي پیتامبر سینګ خبریالانو ته وویل چې دغه دوه سیلانیان وهل شوي هم دي.

ښځینه سيلانۍ پولیسو ته ویلي چې پر هغې د اوو نارینه وو لخوا جنسي تېری شوی دی. دغې جوړې چې خپل نومونه یې د ویسنټ او فرنندا په نوم یاد کړي، د هسپانوي ټلویزیوني چینل “انتینا” ته ویلي چې دغو کسانو پر فرنندا جنسي تېری کړی او ویسنټ یې وهلی دی.

فرنندا، چې د برازیل تابعیت هم لري، زیاته کړه: «هغوی پر ما په نوبت سره جنسي تېری وکړ، او نورو به تماشه کوله، نږدې دوه ساعته دې کار دوام وکړ.»

خو د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د کب په دیارلسمه اعلان وکړ چې غواړي دې سیمې ته خپل ځواکونه واستوي. مالومات ښيي چې دغه دوه تنه سيلانيان اوسمهال تر روغتيايي څارنې لاندې دي.

د حکومتي شمېرو له مخې، هند یو له هغو لږو هېوادونو څخه دی، چې په دغه هېواد کې هره ورځ په اوسط ډول د جنسي تېري ۹۰ پېښې کېږي.

که څه هم، اټکلونه ښیي چې په هند کې د جنسي تیري پیښې ډیرې دي، مګر د قربانیانو د شرم له امله، دا ډول جرمونه اکثره د رسنیو لخوا څخه راپور کیږي او پټ ساتل کېږي.

هندوستان ته چې کومې سيلانيان سفر کوي د دې هېواد چارواکې ورته د جنسي تېري او

نورو مسايلو څخه د ځان ساتني لارښووني کوي

| تخار کې د طالبانو يو قاضي پر خپلې خوښيني جنسي تېری کړی