راپورونه کورني راپورونه

تخار کې د طالبانو يو قاضي پر خپلې خوښيني جنسي تېری کړی

خوښيني

په تخار ولایت کې د مفتي رحیم الله په نوم د طالبانو د محکمې یوه غړي د خپلې مېرمنې پر ۱۹ کلنې خور جنسي تېری کړی دی.

سرچينو د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د کب پر لومړۍ نېټه رسنيو ته ويلي، چې دا کس د تخار ولايت په خواجه‌غار ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې قاضي دی چې پر خپلې خوښيني د جنسي تېري کولو وروسته د طالبانو لخوا نيول شوی دی.

سرچينې همدارنګه زياته کړې، چې د طالبانو دغه غړي کابو پنځه ورځې وړاندې پر خپلې خوښيني جنسي تېرى کړى چې د طالبانو امنيتي مسوولينو د نامحرمو اړيکو او پر دغې نجلۍ د جنسي تېري په تور نيولى دى.

په همدې حال د تخار د طالبانو امنيې قوماندانۍ دا خبر تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې دا دوسيه يې اړوندې ادارې ته سپارلې چې په اړه يې نورې پلټنې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په طالبانو پورې تړلو کسانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر ښځو او نجونو جنسي تېری کړی دی.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د دغه ډول پېښو د راپېښېدو څخه ډېر اندېښمن دي او وايي، چې موږ د پخواني نظام له دغه ډول کړنو مخالفت کاوه خو اوس هغه کيسې په طالبانو کې هم موجودي دي او څوک يې مخالفت هم نشي کولی.

| سرچينې: تخار کې دوو طالبانو پر يوه ښځه جنسي تېری کړی