راپورونه کورني راپورونه

خوست کې ډله‌ييز قبر موندل شوی چې ښځې او ماشومان هم پکې ښخ کړل شوي وو

ډله‌ييز قبر

د خوست ولايت ښاروالۍ په دې ولايت کې د شيخ زاهد پوهنتون سره نژدې د يوه ډله‌ييز قبر چې شاخوا سل کسان په کې ښخ کړل شوي وو، د موندلو خبر ورکړی دی.

د خوست ولايت د ښاروالۍ د وينا پر بنسټ دغه ډله‌ييز قبر پرون د دونۍ/دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۳مه نېټه د اړوندې ښاروالۍ لخوا د اوبو د يوه واړه بند جوړولو پرمهال د (څل بني) په سيمه کې موندل شوی دی.

د خوست د ښاروالۍ مسؤلين وايي، دا کسان د خپلو جامو سره ښخ شوي دي چې په دې کې د ښځو او ماشومانو جامې هم موندل شوي دي، د دې خبرې څخه جوتېږي چې په دغه ډله‌ييز قبر کې ښځې او ماشومان هم ښخ کړل شوي دي.

په همدې حال سرچينو ويلي، چې د لومړنيو څېړنو پر بنسټ دغه ښخ کړل شوي کسان د مرميو په واسطه وژل شوي او بيا دلته ښخ کړل شوي دي.

تر اوسه پورې مالومه نه ده چې دا کسان څوک دي، د چا لخوا وژل شوي دي او په کومه زمانه کې وژل شوي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ډله‌ييز قبرونه موندل شوي دي.

| فارياب ولايت کې يوه ځوانه ښځه په مرميو وژل شوې