پښتونخوا

د پاکستان په بلوچستان کې د يوې چاودنې پايله کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوچستان

پاکستاني رسنيو تازه خبر ورکړی چې د پاکستان د بلوچستان په سبي سيمه کې د يوې چاودنې په پايله کې څلور کسان وژل شوي او پنځه ټپيان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ دا چاودنه پرون د رېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۰مه په بلوچستان کې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند چې مشري يې د دې هېواد د مخکيني لومړي وزير عمران خان پر غاړه ده، پر ټاکنيز کمپاين شوې ده.

په همدې حال د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزير جان اڅکزي پر خپل ايکس ليکلي چې دا بريد د راروانو ټاکنو په بهير کې چې د فبروري پر ۸مه تر سره کېږي، د ګډوډۍ جوړولو په هدف شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پاکستاني رسنيو د پاکستان په نورو سيمو کې د يو لړ چاودنو خبرونه خپاره کړي وو او ويل کېږي چې په يادو چاودنو کې هم تلفات اوښتي دي.

پاکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان سره تر ټولو اوږده فرضي کرښه لري، د تېر يوه کال راهيسي په دې هېواد کې ترهګريزي پېښې ډېري شوي دي، دا هغه موضوع ده چې د پاکستان پوځي ادارې او چارواکې یې اندېښمن کړي دي، پاکستان ډېر کله تور پورې کړی چې په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو شاته د افغانستان لاس دی، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دغه تورونه ردوي.

د عمران خان د ګوند پر ټاکنيز کمپاين په داسې مهال بريد کېږي چې تېره ورځ په پاکستان کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د دې ګوند سره تړاو لرونکی شاه محمود قريشي په لس کال بند محکوم شول.

| کوهاټ کې د يوه بريد پايله کې ۷ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې