پښتونخوا ویډیوګانې

کوهاټ کې د يوه بريد پايله کې ۷ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کوهاټ

د خیبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو پر يوه مرکز وسله وال برید شوی دی.

د کوهاټ پولیسو ویلي دي چې تیره شپه ترهګرو د کوهاټ د انډس حلقوي سړکد لاچي ټول پلازې ترڅنګ د پولیسو په يوه مرکز وسله وال وال برید وکړ چې په پايله کې ۳ پاکستاني پولیس مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني پولیسو ویلي دي چې د پیښې څخه وروسته نور پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او سیمه يي کلا بند کړه. په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پيل شوي دي.

ویل کیږي برید کوونکي د برید نه وروسته تښتیدلي دي او په نږدې سیمو کې پټ شوي دي، د پاکستاني پوليسو په خبره دوی هڅه کوي چې د عملیاتو په پايله کې بريدګر ونيسي.

د يادولو وړ ده چې پرون د جنورۍ پر ۹مه هم د خیبرپښتونخوا په بنو په ولسوالۍ کې پر پولیسو برید شوی وو چې په پايله کې ۲ پاکستاني پولیس مړه او ۳ نور ټپیان شوي وو.

همدارنګه د جنورۍ په ۸مه نېټه د تیرې دونۍ/دوشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د پوليو واکسين د امنيت نيونکو پولیسو پر موټر بمي چاودنه شوې وه چې له امله يي ۷ پاکستاني پولیس پوليس وژل شوي وو او ۲۷ نور ټپیان شوي وو.

په دې وروستیو کې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې پر پوليسو بریدونو کچه لوړه شوې ده، چې د يادو زياتو بريدونه پړه (ټي ټي پي) يا تحريک طالبان پاکستان مني

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې هېواد کې د وروستيو نا امنیو پړه د افغانستان پر طالبانو ور اچوي او ادعا کوي چې تحريک طالبان پاکستان ته وسلې او تجهیزات له افغانستانه راځي، خو د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې په بار بار ردې کړي دي.

| په خېبر پښتونخوا کې د پولیسو پر کاروان د وسله والو برید؛ ۲۷ پولیس وژل شوي