بهرني راپورونه

عربستان کې د نيمه‌لوڅو ښځو د کنسرټونو ترڅنګ د شرابو پلورنځي پرانيستل کېږي

شرابو پلورنځي

 منځني ختيځ د بډايه او عربو لوی هيواد سعودي عربستان په رياض کې د شرابو/الکولو لویې پلورنځۍ پرانيستلو ته تياری روان دی.

ويل کېږي چې په دغه د شرابو پلورنځي کې به د نړۍ مشهور الکول پر بهرنيو غيري مسلمانانو وګړو باندي پلورل کېږي.

تر دې وړاندي د نفتو او تيلو په ډالرو مست هيواد سعودي عربستان د نړۍ د مشهوره ډانسرانو لپاره د نڅا او موسيقۍ کنسرټونه هم جوړ کړي و، چې پکې نيمه لوڅو نجونو له لورې پکې د نڅاګانو سيالۍ کېدې.

د راپورنو له مخې چې د الکولو پیرودونکي بايد د مبايل د کاريال له لاري د بهرنيو چارو وزارت تائيد تر لاسه کړی او بيا کولای شې هره مياشت تر ټاکلې اندازې شراب و پيري.

په رياض کې د مشهوره شرابو او نڅاګانو کنسرټونه د وليعهد محمد بن سلمان د هغو هڅو پايله ده چې عربستان د نړيوالو سیلانیانو او سوداګريو د مرکز لپاره يې کړې وې.

محمد بن سلمان د تيلو د زيرمو د وچېدو له ويري غواړي داسي يوه سرچينه پيدا کړې چې د سعودي اقتصاد د همېشه لپاره پرې تکيه وکړې.

د شرابو دغه پلورنځۍ د رياض په هغه سيمه کې پرانيستل کېږي چېري چې د بهرينو هيوادونو سفارتونه او د بهرنيو ميلمنو لپاره هوټلونه شتون لري.

تر اوسه دا څرګنده شوې نده چې د شرابو پلورنځي ته به سعودي ميشت غيري مسلمانان لاسرسۍ ولري کنه.

په پام کې ده چې د شرابو دغه پلورنځۍ به په دوو هفتو کې پرانيستل شې.

د سعودي عربستان حکومت له وړاندې د الکولو پر څښلو بنديزونه لګولي او څښونکې يې د درو وهلو او زنداني کېدو تر څنګ له هېواده هم شړل کېږي.

د سعودي دولتي رسنيو په يوه راپور کې ويلې چې حکومت په ډيپلوماټیکو انتقالاتي توکو کې د الکولو پر لېږد نوي محدوديتونه وضع کړي.

ويل کېږي چې چې د سعودي د حکومت په دې پرېکړي سره به په دې هېواد کې د شرابو د نورو پلورنځيو لپاره هم اړتيا زياته کړې.

د يادونې وړ ده چې د محمد بن سلمان د وليعهد ټاکل کېدو راهيسي په سعودي کې د ښځو موټر چلونې، د نڅا او موسيقۍ کنسرټونو او شراب پلورنځيو ته اجازه ورکړل شوې.

| ايران پر حوثيانو د امريکا او بريټانيا بريدونه غندلي، سعودي د زغم غږ کړی