Uncategorized @ps-af راپورونه کورني راپورونه

جعفر مهدوي: طالبان د شيعه او هزاره وو نسل وژنه کې لاس نه لري

هزاره وو نسل وژنه

د افغانستان د ولسي جرګې مخکينی غړی جعفر مهدوي د هزاره وو د نسل وژنې په تړاو وايي، طالبانو د تېرو دوو کالو راهيسي د هزاره وو د امنيت ټينګولو لپاره قرباني ورکړې ده.

ښاغلي جعفر مهدوي د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ پر ټولنيزه رسنۍ ايکس يا پخواني ټويټر باندې په يوه وينا کې ويلي چې طالبان د هزاره وو په نسل وژنه کې هيڅ لاس نه لري، او زياته کړې يې ده، کوم تورونه چې پر طالبانو تړل کېږي دا د مخالفو ډلو تورونه دي.

په همدې حال ښاغلی مهدوي زیاتوي چې د افغانستان هزاره او شیعه وګړي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په حکومت کې دننه له تفکري ترهګرو سره د همکارۍ له امله په نښه شوي او په سیستماتیک ډول وژل شوي دي.

ښاغلی مهدوي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي يو شمېر بهر مېشتې هزاره ادعا کوي چې په افغانستان کې طالبان د هزاره وو په نسل وژنه کې ښکېل دي.

ويل کېږي چې جعفر مهدوي د هزاره سياستوالو څخه يوازینی شخص دی چې د هزاره سياستوالو د نسل وژنې موضوع ردوي.

| د کابل دشت برچي کې طالبانو ۲۰ انجوني نيولي