راپورونه کورني راپورونه

د کابل دشت برچي کې طالبانو ۲۰ انجوني نيولي

د کابل دشت برچي

د کابل څخه سرچينې وايي، چې طالبانو د دشت برچي څخه ۲۰ تنې انجوني نيولي او د ځان سره يې بېولي دي.

<span;>سرچينو د دونۍ/دوشنبې په ورځ د مرغومې پر ۱۱مه رسنيو ته ويلي، چې طالبانو دغه انجونې د کابل دشت برچي سيمې څخه پرته له کوم دليل څخه نيولي او د ځان سره یې يوه نامالوم ځای ته لېږدولي دي.

<span;>په کابل کې د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ طالبانو د دغو انجونو د نيولو پر وخت د وسلو، وهلو او ټکولو څخه په ګټنې دغه انجونې نيولي او د ځان سره وړي دي.

<span;>سرچينو همدارنګه ويلي، چې طالبانو دغه انجونې د کاتب پوهنتون د مخ څخه، د برچي سوداګريز سنټر او د مهتاب کلا چوک په شاوخوا کې نيولي دي.

<span;>د يادولو وړ ده چې د طالبانو مقاماتو تر اوسه پورې د دغو انجونو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

<span;>دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو د دشت برچي څخه يو شمېر انجوني نيولي او نامالوم ځای ته وړي وې.

<span;>دشت برچي د کابل هغه سيمه ده چې هلته هزاره هېوادوال مېشت دي چې اوس هم هلته د انجونو د زده کړو مرکزونه خلاص دي او طالبان زيات وخت د دغو مرکزونو څخه انجوني نيسي.

| پريسا آزاده د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده