سپورت کرکټ

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبډله نن د نيوزيلنډ سره لوبه کوي

لوبه کوي

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کرکټ نړيوال جام په لړ کې نن افغانستان له نيوزيلنډ سره د کرکټ لوبه کوي.

تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې به د سويلي افريقا په ايست لندن ښار کې د افغانستان پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ بجې لوبه کوي .

افغان لوبډلې د نړيوال جام په لړ خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ پر پاکستان و بايلله.

پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدلو په دغه لوبه کې د يوې سليزي په مټ ۲۸۶ هدف افغان لوبډلې ته و ټاکه.

خو افغان لوبغاړو بيا ددې هدف په مقابل کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۰۳ منډې جوړي کړې او لوبه یې پاکستان ته وبايلله.

د افغان کرکټ يو شمېر مينوال او مبصرين د کرکټ بورډ د غوراوي پر کميټې نيوکه کوي چې لوبډله يې د روابطو پر بنياد ټاکلې او بايد د ماتي سره مخ شې.

د افغانستان د کرکټ مبصر او خبريال جعفر هاند په يوه فيسبوکي پوسټ کې د نولس کلنو کرکټ نورو نړیوالو جامونو ته اشاره کړې او ويلې دي چې افغانستان په نورو جامونو کې نیوزلینډ په ګډون قوي لوبډلو ته ماتي ورکړې وې خو دا ځل‌ نه افغان لوبډله پر پخواني حال ده او نيوزيلنډ د پخوا په څېر لوبډله ده.

نوموړي ويلې چې غوره شوېو لوبغاړو ته بايد مسلسل چانسونه ورکړل شې تر څو د نړيوالو لوبو څخه تجربې ترلاسه کړي.

افغانستان تر نړيوال جام وړاندي د هند او سويلي افريقا سره د يو ورځينيو لوبو درې اړخیزه لړۍ هم ترسره کړه چې پکې يې يوه بريا خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د نولس کلنو کم عمره نړيوال جام سيالۍ د تيري جمعې په ورځ په سويلي افريقا کې د شپاړسو لوبډلو تر منځ په څلورو ګروپونو کې پيل شوې.

| اففانستان کرکټ بورډ نولس کلنو نړیوال جام ته ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.