راپورونه کورني راپورونه

ايا طالبانو د بې حجابۍ په تور پر نيول شوو ښځو جنسي تېری کړی؟

جنسي تېری

د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کار کوونکې او فعالان ادعا کوي چې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو رياست کارکوونکو د بې حجابۍ په تور نيول شويو ښځو باندي جنسي تېری کړی دی.

د ميرويس افغان په نوم يو افغان خبريال په ټولنیزې رسنۍ ايکس کې ليکلې چې شواهد لري چې طالبانو پر يادو ښځو جنسي تېری کړی دی.

ميرويس افغان د طالبانو دا کړنه د اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونو سره مخالفه بولي.

اوس سوال دلته پيدا دی چې ايا د طالبانو له لورې د ښځو د جنسي ځورونې دا قضيه حقيقت لري کنه.

ښاغلی افغان وايې چې ځيني نيول شوې ښځې د طالبانو له لوري نور چارواکو ته د جنسي استفادې لپاره لېږدول شوې.

نوموړي زياته کړې چې په دې هکله ورسره ويډيوي او ږغيز کليپونه وجود لري او که اړ شې ملګرو ملتونو، بريټانيا، امريکا او نورو هيوادونو او د بشر د حقونو دفتر ته به واستوي.

د ټولنيزو رسنيو يو شمېر فعالان وايې چې د جمهوري نظام ځيني تښتېدلې چارواکي په لوی لاس طالبان بدناموي او غواړي په دې تورونو سره د هغوي د نړيوال مشارکت او رسميت پېژندنې بهير ګډوډ کړې.

د جلالزۍ په نوم يو افغانې پر ايکس پاڼه ليکلې، طالبان هغه ډله ده چې ښځې وژنې خو د ښځې عزت او ابرو ته لاس نه اچوي.

نوموړې په خپل بيان کې ليکلې که چيري په دې هکله قوي شواهد وجود ولري بايد رابرسېره شې تر څو د طالبانو په وړاندی انقلاب پيل شې.

جلالزۍ زياتوي. « ځيني افغانان له دغسې نومونو په استفادې غواړي ځان اروپايي هيوادونو او امريکا ته ورسوي، د جمهوريت تښتېدلې په هر ډول چې وې طالب بدنامه وي، او طالبان بيا خپل حاکميت ټينګوي، خو موږ عام خلک بايد د خلګو په اوازو او خبرو خطا نه وزو او د خويندو او ميندو عزت او ابرو تر هرڅه پورته وبولو،.»

اغلې جلازۍ ويلې ددې قضيې اړوند د ويډيوګانو او غږيزو کليپونو په هکله بايد ملګري ملتونه مثبت يا منفي ځواب ووايې.

د حليم په نوم يو بل افغان په خپل بيان کې جنسي تېری د مرګ او ژوند مسله ياده کړې او‌ ددې قيضې اړوند يې د کاناډا د يو کېس اړوند معلومات شريک کړي دې.

حليم زياتوي:« يوه افغانه نجلۍ چې کاناډا کې اوسې غوښتل يې چې خپلي خويندي او کورنۍ د جنسي تيری په نوم د افغانستانه را وباسي، نوموړې په خپل کېس کې طالبانو باندي تور پوري کړی و چې زما پر خويندو او مور يې جنسي تيری کړی، ورسته د کاناډا حکومت له څېړنو ورسته دې نتيجې ته ورسېد چې د جنسي تيري قضيه دروغ ده او يوازي د خپل ځان د خوندي ايستلو لپاره دستوري جوړه شوې قضيه
ده.»

د ټولنيزو رسنيو يو شمېر نور فعالان هم طالبان د ښځو او بشر دحقونو ناقصونکې بولي خو د جنسي تيري ياده قضيه دروغ ګڼي، او وايې چې طالب د ښځې د عزت د ساتلو لپاره خلګ په بم الوزولای شې خو د ښځې عزت ته سپکاوی نشې منلای.

د ډېوې پتنګ په نوم بهر ميشتي افغاني هم پر ټولنيزو رسنيو په یو بيان ويلې چې ښځه د سياست مه قرباني کوئ او مه د ښځې په عزت سياسي مخالفتونه کوئ.

ډېوه‌ زياتوي:« پر افغانو ښځو باندي د جنسي تيري تور مه لګوئ، افغانې ميرمنې ډېري ځورېدلې او جګړې قرباني شوې دي، که تاسو د طالبانو سره اختلاف لرئ، ويې لرئ خو د افغانې ښځې په عزت لوبې مه کوئ، زه منم چې افغانستان کې ډېري ستونزي دي، خو د افغانو ښځو عزت تل زموږ غيرتي نارينه و خوندي کړی دی.»

د يادونې وړ ده چې د نيول شویو ښځو د جنسي تيري کيسه هغه وخت را برسېره شوه چې د طالبانو د استخباراتو رياست پلازمينه کې يو شمېر ښځې د بې حجابۍ په تور زنداني کړې.

راپور: محبوب حکيمي

| سرچينې: تخار کې دوو طالبانو پر يوه ښځه جنسي تېری کړی