راپورونه کورني راپورونه

سرچينې: تخار کې دوو طالبانو پر يوه ښځه جنسي تېری کړی

جنسي تېری

د تخار ولايت څخه سيمه ييزي سرچيني وايي چې په دې ولايت کې دوو طالبانو پر يوه ښځه جنسي تېری کړی دی.

باوري سرچينو د تخار ولايت څخه نن د دونۍ/دوشنبې په ورځ د مرغومې ۲۵مه خبر ورکړی دی چې د دې ولايت د چاه‌آب ولسوالۍ په خيلان کلي کې دوه تنه طالبان يوه کورته ور اوښتي او پر يوه ۲۸ کلنه ښځه يې جنسي تېری کړی دی‌.

سرچينو د دغو دوو طالبانو نومونه قاري عبدالرحمان او قاري مجيد ياد کړي دي او زياته کړې يې ده چې د دې دوو طالبانو مشر غلام حسين نومېږي چې په حسن جندي مشهور دی، او د دغې سيمې يو سيمه ييزو قوماندان دی.

د سرچينې د مالوماتو له مخې دغه مېرمن دوه کلن ماشوم هم لري او اوس مهال يې روغتيايي حالت هم ښه نه دی، د سرچينې په خبره د دغې مېرمنې قضيه د دغو دوو طالبانو د قوماندان غلام حسين د مداخلې په خاطر تړل شوې ده.

د سرچينې په خبره که څه هم د سيمې مشرانو د طالبانو د قوماندان څخه غوښتي چې دغې دوسيې ته دې رسيدګي وکړي خو هغه تر اوسه پورې هيڅ اقدام نه دی کړی.

د تخار د طالبانو مسؤلينو په دې اړه تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي، دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د تخار په چاه‌آب ولسوالۍ کې طالبانو يوه کم‌عمره انجلۍ تښتولې وه او بيا يې د طالبانو يوه غړي ته په زوره په نکاح کړې وه.

د يادولو وړ ده چې واک د طالبانو د رسېدو راهيسي د خپاره شوو مالوماتو پر بنسټ دېته ورته د ډېرو دوسيو راپورونه ورکړل شوي دي چې د طالبانو غړي په کې ښکېل دي او پرته له محکمې آزاد ګرځي.

| نيمروز کې پر يوه لس کلنه انجلۍ جنسي تېری شوی او بيا وژل شوې