راپورونه کورني راپورونه

پروان کې ناپېژانه وسله والو دوه وروڼه وژلي

پروان

په پروان ولايت کې دوه وروڼه د ناپېژاندو وسله والو لخوا په ډزو ويشتل شوي دي‌.

د پروان ولايت څخه سرچينې وايي، د دې ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې دوه ځوانان وروڼه په خپل کور کې د نا پېژانده وسله والو لخوا په ډېري بې رحمۍ سره په ډزو وژل شوي دي.

د مالوماتو پر بنسټ دا پېښه د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۸مه نېټه د هيردرې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينه زياتوي چې دا دوه وروڼه په کرکیله مصروف وه او په هيڅ سياسي او نظامي چارو کې يې ګډون نه وو کړی او نه يې چا سره اړيکې درلودې‌.

تر اوسه پورې د دې قتل انګیزه مالومه نه ده او نه يې هم د عاملينو په اړه مالومات شته.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جنايي پېښو د زياتېدو راپورونه خپرېږي چې اکثريت پکې د پخواني دولت نظامي وګړي وژل کېږي.

| د خيبر پښتونخوا لکي مروت کې نامالومه کسانو د يوه کور ۱۱ غړي وژلي