پښتونخوا

د خيبر پښتونخوا لکي مروت کې نامالومه کسانو د يوه کور ۱۱ غړي وژلي

خيبر پښتونخوا لکي مروت

د خيبر پښتونخوا حکومتي مقاماتو ويلي چې د خيبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو پر يوه کور حمله کړې چې د ياد کور ۱۱ غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژلي دي.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو په خبره دا پېښه تېره شپه د مرغومې پر۲۰مه او د جنورۍ پر ۱۰مه نېټه د دې ايالت لکي مروت ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده، چې وسله والو پر يوه کور حمله کړې ده او په پايله کې يې د ياد کور درې ماشومان، څلور ښځې او څلور سړي وژلي دي.

د راپورونو پر بنسټ د دغو وژل شوو کسانو جسدونه د عدلي طب لپاره د يادې سيمي يوه روغتون ته وړل شوي دي چې د عدلي طب د مالوماتو پر اساس د مړو شوو کسانو پر بدن د وهلو ټکولو، چاړو او مرميو ټپونه شتون لري.

تر اوسه پورې د دې پېښې انګېزه مالومه نه ده د يادې سيمې پوليسو ويلي چې پلټنې يې روانې کړي تر څو د دې پېښې علت او عاملين مالوم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبرپښتونخوا کې د دښمنۍ او قتل پېښې زياتي شوي دي، دېته ورته يوه بله پېښه هم د تېر زېږديز کال په جون مياشت کې شوې وه چې په دې ايالت کې د وسله والو کسانو لخوا د يوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي وو.

د راپورنو له مخې د خیبر پښتنونخوا په ايالت کې د تېر کال په مارچ مياشت کې هم په دغه ډول يوه پېښه کې د يوه سياستوال په شمول د هغه د کورنۍ ۱۱ تنه غړي وژل شوي وو، چې د يادې پېښې انګېزه شخصي دښمني ياده شوې وه.

همدارنګه د تېر کال په می مياشت کې هم په خيبر پښتونخوا کې د دوو اړخونو ترمنځ د ځمکې او ملکيت پر سر شخړه کې ۱۶ تنه وژل شوي وو.

د کورنيو او شخصي دښمنیو پېښې د افغانستان په ځينو برخو کې هم کېږي چي په لويه پکتيا کې تر ټولو زياتې دي او د دې سيمې خلکو لپاره يوه لويه سرخوږي جوړه شوې ده.

| په خيبر پښتونخوا کې وسله والو پنځه سلمانان وژلي