بهرني راپورونه

پر پاکستان د بريد وروسته د ايران او پاکستان ناندرۍ او پر ايران د پاکستان تازه بريد

ايران او پاکستان

ايران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو د تېرې سې شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سبزکوه او پنجګور په سيمه کې د جيش العدل وسله والو په پټنځايونو د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بريدونه وکړل چې د پاکستان د حکومت په خبره پکښې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ايران او پاکستان ترمنځ د نانندريو په دوام د ايران د ولسمشر مرستيال ويلې هيواد به يې د پاکستان هر عمل ته سخت ځواب ورکړي.

محمد حسیني چې د ايران د ولسمشر د مرستيالي دنده په غاړه لري وايې پاکستان ته په ځلونو ويل شوې چې د هغو ترهګرو مخه ونيسي چې د ايران امینت ته ګواښ پېښوي.

نوموړي ويلې دې ته په کتو طبيعي خبره ده چې ايران به د خپل نظام د اقتدار او خونديتوب لپاره غبرګون ښیي.

بل پلو بيا د پاکستان د بهرينو چارو وزارت تائيد کړې چې هيواد يې د ايران په سيستان بلوچستان سيمه کې د پنجشنبې سهار د بلوڅو بيلتون پالو پر مرکزونو بريدونه کړي او مرګژوبله هم لري.

د پاکستان د بهرينو چارو وزارت ويلې چې په دغو بريدونو کې يې د دې مخالف ترهګر وژلي دي.

پاکستان د سيستان دغو بريدونو او پټو عملياتو ته د مرګ برسمچار نوم کارولی دی.

د ايران مهر خبري اژانس د سيستان د والي له قوله راپور خپور کړی او ويلې دي چې د سراوان سيمي په بریدونو کې درې بهرنۍ ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي.

د راپورنو له مخې پاکستان د ايران په سيستان بلوچستان سيمه کې د بلوڅ بيلتون پالو اوه مرکزونه په نښه کړي دي.

ويل کېږي چې ايران او پاکستان د وروستي کړکيچ له کبله د دواړو هيوادونو اړيکي خړي شوې او دواړو لورو خپل سفيران هم ور غوښتي دي، او هر ډول تجارتي او سياسي فعاليتونه يې درولي دي.

د ايران د بهرينو چارو وزير چې داووس اقتصادي غونډي لپاره يې سويس ته سفر کړی ويلې چې ايران د پاکستان ځمکنۍ بشپړتيا ته بشپړ احترام لري او نه غواړې چي له دې هيواد سره خپلې اړيکي لمنځه يوسي.

حسين امير عبدالهيان ويلې چې ايران توان لري چې د خپل امینت څخه دفاع وکړي، او که څوک یې د امنيت د ګډوډولو هڅه وکړي له ځواب سره به مخ شې.

بل پلو امريکا هم د ايران له لوري پر پاکستان، عراق او سوریې باندي بريدونه د نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف بللي او دا يې د درويو هيوادونو پر ځمکنۍ بشپړتیا تيری بللی دی.

د پاکستان د بهرينو چارو وزارت ويلې چې دغه بريدونه يې د ايران له لوري د راتلونکو بريدونو د مخنيوي لپاره کړي او که ايران بيا هم تيری وکړي په سيمه کې به کړکيچ را منځته شې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

د يادونې وړ ده چې د کرمان د پيښې چې پکښې سل تنه ووژل شول، په غبرګون کې پر سوريه عراق او پاکستان د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بريدونه وکړل، او ويې ویل چې دا بريدونه يې د هغو ترهګرو پر اهدافو کړې چې د کرمان د بريدونو سره یې تړاو درلود.

| د پاکستان پر خاوره د ايران بريد د پاکستان حکومت غوسه کړی دی