ویډیوګانې

طالبانو په یمن کې د امریکا او بریتانیا بمباريو ته سخت غبرګون ښودلی

بمباريو ته سخت غبرګون

د افغانستان اسلامي امارت پر یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا لخوا بمباریو ته سخت غبرګون ښودلی دی او دا کړنې يې د نړیوالو اصولو په خلاف او په سیمه کې د بې ثباتۍ جوړېدو سبب ګڼلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت په خپله تازه خبرپاڼه کې پر یمن باندې د امریکا او بریتانیا لخوا ترسره شوو بمباريو ته سخت غبرګون ښودلی دی. د طالبانو حکومت دا بمباري د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بولي او وایي چې دا د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو جدي ګواښ جوړېدای شي. په خبر پاڼه کې ويل شوي دا او دېته ورته نوري بمبارۍ په سیمه کې د نا امنۍ او جګړو د زیاتیدو لامل شوي دي. د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي، چې امریکا او متحدین یې باید له خپلو تیرو غلطیو څخه عبرت واخلي او د بشر ضد کړنو ته دوام ورنکړي.

اسلامي امارت همدارنگه د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي جنایاتو او د یمن په بریدونو کې د امریکا او بریتانیا د ملاتړ غندنه کوي. د اسلامي امارت په وینا، دا ډول کړنې د مسلمانو هېوادونو پر خاورو تېری دی.

د افغانستان اسلامي امارت له نورو مسلمانو هېوادونو څخه هم غوښتنه کړې چې د فلسطین او یمن لپاره ملاتړ وکړي او په دې حساسو شرایطو کې یووالی وساتي، امارت همدارنګه د نړیوالو دولتونو څخه غواړي چې د فلسطین او یمن قضیو ته جدي پاملرنه وکړي او د سیمې د ثبات لپاره یووالی او همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ترکيې او ايران هم دغو بمباريو ته غبرګون ښودلی او غندلي وو، او روسيې هم په ورته وخت کې د دې بريدونه په اړه اندیښنه ښودلې وه او ويلي وو چې د دغو بريدونو په تړاو يې د امنيت شورا بېړنۍ غونډه رابللی ده.

| ايران پر حوثيانو د امريکا او بريټانيا بريدونه غندلي، سعودي د زغم غږ کړی